د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د کابل امنیتي ټېم یو غړی به هم د زورواکو په فرمایش له دندې لیري نکړم


ولسمشر محمد اشرف غني د کابل امنیتي ټېم د شپږ نیمو بجو غونډه کې ګډون کړی و.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل امنیتي ټېم د شپږ نیمو بجو غونډه کې ګډون کړی و.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي،د کابل امنیتي ټېم هیڅ یو غړی به د زورواکو په فرمایش له دندې لیري نه کړي.

ښاغلی غني چې نن شنبه یې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د کابل امنیتي ټېم د شپږنیمو بجو په غونډې کې ګډون کړی د دي ټېم سره یې خپل کلک ملاتړ هم څرګند کړ.

د جمهوري ریاست د فیس بوک په پاڼې کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله نن شنبه نومبر ۱۴(لړم۲۴) لیکل شوي چې د شپږ نیمو بجو ټېم به نور هم تقویه شي. "زه به تاسې یو هم د زورواکو په فرمایش له دندو لرې نکړم، د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول مهمه برنامه ده او باید په جدي توګه تعقیب شي. تر هغو چې کابل په اساسي توګه امن نشي، د شپږ نیمو بجو امنیتي ټیم به نور هم تقویه شي. د منابعو له پلوه به د دغه ټیم د پیاوړتیا لپاره ټولې منابعې په کار واچوو."

ولسمشر غني نن شنبه سهار شپږ نیمې بجې د کابل امنیتي ټېم غونډه کې د ګډون پرمهال.
ولسمشر غني نن شنبه سهار شپږ نیمې بجې د کابل امنیتي ټېم غونډه کې د ګډون پرمهال.

ښاغلي غني ویلي ستونزه دا وه چي د منابعو نه په ګټوره توګه کار نه اخیستل کیده خو د شپږ نیمو بجو د امنیتي ټیم په نوښت سره به دا ستونزه هواره شي.

نوموړي زیاته کړې که دغه ټیم د موثرو او ذهنیت جوړونکو برنامو لپاره هر وړاندیز لري، هغه به اجرا کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني همدارنګه د کابل ښار د امنیت تنظیم د شپږ نیمو بجو ټېم څخه غوښتي چې د قانون په تطبیق کې وېره ونه لري او د دې ټېم څخه یې غوښتي چې د دولت له نرم او سخت قوت څخه معقوله استفاده وکړي او قانون ماتونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

ښاغلي زیاته کړې:"زموږ دینی علما باید په دغه برنامه کې اساسي برخه ولري. زه به ډېر ژر د درنو جریمو طرحه لاسلیک کړم، تر څو قانون ماتوونکي پوه شي چې د شپږ نیمو بجو ټیم د ټول نظام ملاتړ له ځان سره لري."

د کابل امنیتي ټېم مشري د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح کوي
د کابل امنیتي ټېم مشري د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح کوي

په کابل ښار کې د تروریستي او جنايي پېښو تر زیاتېدو وروسته د کابل ښار امنیتي چارې د لنډ مهال لپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپارل شوې.

یاد ټېم تر فعالیت پیلولو وروسته په کابل ښار کې د یو شمېر هغو کسانو عکسونه خپاره کړل چې په لویو جنايي او تروریستي جرمونو تورن دي.

د کابل امنیتي ټېم د کابل ښار له اوسېدونکو څخه غوښتي و چې د تورنو کسانو په پيژندلو او نیولو کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

د امنیتي چارواکو په وینا تر دا مهاله یو شمېر هغه کسان چې په غلا او د قتل په پېښو کې تورن و نیول شوي دي.

که څه هم ښاغلي صالح د یاد ټېم تر رامنځته کېدو وروسته ویلي و چې په کابل ښار کې د جرمونو کچه صفر شوې، خو د ښاریانو په وینا لا هم په دغه ښار کې غلاوې نه دي کمي شوي او ترڅنګ یې تروریستي چاودنې هم شوي دي.

پر کابل پوهنتون برید او د افغانستان بانک د کار کوونکو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه هغه لویې امنیتي پېښې دي چې د یاد ټېم تر رامنځته کېد وروسته شوي دي.خو ښاغلي صالح نن شنبه وویل چې پر کابل پوهنتون د برید طراح یې نیولی دی.

XS
SM
MD
LG