د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین: روسیې یو ښوونځی بمبار کړی چې سلګونو خلکو په کې پناه اخیستې وه


تصویر د دغې پېښې نه دی
تصویر د دغې پېښې نه دی

په اوکراین کې چارواکي وایي د روسیې ځواکونو نن یکشنه مارچ ۲۰ (کب۲۹) د دغه هېواد د ماریوپول په ښار کې هغه ښوونځی بمبار کړی دی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون، شاوخوا ۴۰۰ ولسي خلکو په کې پناه اخیستې وه.

د ماریوپل ښاري شورا ویلي دي‌ چې دغه ښوونځی ویجاړ شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي ویلي دي چې د روسیې له لوري‌ د ماریوپول د ښار محاصره «جنګي جنایت» دی. څو ورځې کېږي چې په دغه ښار باندې اوبه او برېښنا قطع شوي او له دغه ښار سره مخابراتي‌ اړیکي‌ پرې شوي دي.

دا ښار د روسیې د پوځ یوه عمده هدف ګڼل کېږي او تر سختو بریدونو لاندې یې دی.

د ماریوپول ښاري شورا، په یوې اعلامیې کې چې په تیلګرام کې یې خپره کړې، ویلي دي: «روسي اشغالګرو د هنرونو یو ښوونځی،‌ چې شاوخوا ۴۰۰ ښځې، ماشومان او مسن خلک په کې وو، بمبار کړی دی.»

تر دې دمه په دغې بمبارۍ کې د تلقاتو دقېقه شمېره اعلان شوې نه ده، خو ښاري شورا وايي چې «ولسي خلک لا هم تر کنډوالو لاندې» دي.

مسئولین همدغه راز ادعا کوي چې د ماریوپول اوسېدونکي اړ وېستل کېږي‌ چې روسیې ته ولاړ شي. د دغه ښار اوسېدونکي په روسۍ ژبه غږېږي.

د ماریوپول ښاري شورا وايي: «هغه خلک چې جبرآ روسیې ته بیول شوي دي، اوکرایني پاسسپورتونه یې ترې اخیستل شوې او یوه پاڼه ورکړل چې هېڅ قانوني اعتبار نلري او په متمدنې نړۍ کې یې څوک په رسمیت نه مني.»

د دونیتڅک د سیمه ایزې ادارې مشر پاولو کریلنکو ویلي دي چې روسي ځواکونو د ماریوپول څه باندې ۱۰۰۰ اوسېدونکي روسیې ته انتقال کړي دي.

نوموړي نړیواله ټولنه وهڅوله چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: «یرغلګرو د ماریوپول اوسېدونکي د تصفیې کمپونو ته انتقال کړي، تیلیفونونه پلټلي او اوکرایني اسناد یې ترې اخیستي دي. له نړیوالې ټولنې غواړو چې په روسیې او د هغې په لیوني مشر فشار راوړي.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی دی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر دې دمه څه باندې درې میلیون اوکراینیان له جګړو څخه نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي او شاوخوا اووه میلیون نور یې په کور دننه بېځایه شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG