د لاس رسي وړ اتصالات

هنري ډلې د موسیقۍ له لارې له کرونا سره مبارزه کوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په نړۍ کې یو شمېر هنري ډلې هڅه کوي د خپل هنر او موسیقۍ له لارې د کرونا له کبله په کورونو کې قرنطین شوي خلک خوشحال او ارام وساتي.

د ډېرو هېوادونو حکومتونه له خپلو اتباعو په دوامداره توګه غواړي چې د کرونا د خپرېدو د مخنيوي په خاطر په کورونو کې پاتې شي. اوس داسې ښکاري چې هنرمندان هم د کرونا سره په مبارزه کې ملګري شوي.

ځینې دغه ډلې انلاین او ځینې یې په خپلو کورونو او د کورونو د بالکینو څخه هنر ښوونه کوي او سندرې وايي.

د فرانسې ملي ارکسترا یو غړی کېټل ډرم وايي: "موږ ټول یو ځای یو. موږ لدې امله چې تاسې موږ او موږ تاسې ته اړتیا لرو، له تاسې سره یو څه شریکوو. خو موږ ټول یوځای یو او د دغې موسیقۍ په واسطه چې موږ یې د انټرنیټ له لارې تاسو ته خپروو، کولای شو چې له یو بل سره په اړیکه کې واوسو."

د امریکا له نیویارک څخه لیکوال کسپر ټیر کیلې په خپل ټویټر کې پوښتنه وکړه څوک شته چې د یکشنبې په ورځ ساده سندرې زده کړي. څه باندې ۱۰۰کسانو د هغه سره د ده په انلاین ويډیو کې مله شول.

د کرونا د ټولنې د سندرو ډلې تنظیموونکې کیسپر ټیر کویلي وايي: "پوهیږئ چې کله خپل سکرین د ګالرې بڼې ته واړوئ، د ډېرو خلکو مخونه ګورئ. ماته دوی يو ډول د موسکا او سندرو ویلو حالت کې ښکاري. په تېره هغه خلک چې خپل اولادونو یې ورسره راوستلي وي.د دوي په لېدو واقعا خوشاله شوم."

په پارس کې د خپلې بالکېنې له سر څخه کلاسیک وایلن غږوونکې سټیفانې ماري ډیګانډ او د هغې دوو لورګانو خپلو ګاونډیانو ته د تفریح زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي: "هغه څه چې موږ یې کوو په ډاډ یې ویلی شو چې د اضطراب درمل دي. زموږ ګاونډيان تل موږ زموږ د کړکیو په مخ کې د موسیقي د غږولو په حالت کې ننداره کوي، خو زموږ غږ کله هم نه اوري. د يو ښوونکې په توګه په کور کې د کوچنیانو بندول ستونزمن دي. موږ شاید وایلن غږول زیات کړو."

یونانې اپرا سندرې ویوونکې ټینور، ډیمیټریس پاکسوګلو په ټوقو سره نور هنرمندان له کورونو څخه د ده په څېر سندرو ویلو ته هڅول.

ټینور ډیمیټریس پاکسوګلو وايي: "موږ د یونان په ملي اپرا کې د کرونا ناروغانو ته ښه راغلاست وایو خو کرونا ته ښه راغلاست نه وایو. د خپلې روغتیا په خاطر کورونو کې پاتې شي."

دا هنرمندان د نړۍ د هغو ګوتو په شمار هنرمندان دي چې په یوه نړیواله مبارزه کې د کرونا د خپراوي د مخنیوي په خاطر خلک کورونو کې پاتې کېدو ته تشویقوي.

د کروناویروس په لومړي ځل د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شوی.

د امریکا د جانز هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس دا ویروس تر دې دمه سه شنبه د اپریل ۷ (وري۱۹) په نړۍ کې څه باندې ۷۹زره خلک مړه کړي او تر ۱.۳ میلیون زیات نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG