د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: د دنیا 'مغرضې' کړۍ غواړي افغانستان د تروریزم مرکز معرفي کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، د نړۍ «مغرضې کړۍ» او استخبارات غواړي چې افغانستان نړیوالو ته د تروریزم مرکز معرفي کړي.

نوموړي نن شنبه سټمبر ۲۴ (تلې دوهمه) په کابل کې یوې غونډې ته د کوم هیواد یا چا د نوم یادولو پرته وویل چې ځینې «مغرضې کړۍ» هڅه کوي چې افغانستان منزوي پاتې شي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نړیوالو ته یې دا پیغام رسولی چې د افغانستان بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د راپورنو له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور ادعا کړې ده.

هغه په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت او اوزبیکستان اسلامي جنبش ډلو د شتون یادونه کړې ده.

هغه تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې ویلي چې پاکستان او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د تروریستي ډلو د حضور په اړه اندېښنه لري. د طالبانو حکومت تر دا مهاله د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو په اړه په مستقیمه توګه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یو پخواني چارواکي عبداسلام ضعیف د شهباز شریف څرګندونو ته غبرګون ښودلی او په ملګرو ملتونو کې یې د هغه څرګندونې زهرجني او دروغجني خبري بللې او ویلي یې دي چې دا د یوې نوې دسیسي ښکارندویې کوې.

ښاغلي ضعیف په یو ټویټ کې لیکلي: «دوی غواړي چې خپل ناولي لغوړن او خیرن لاسونه د افغان په لمن پاک کړي، او هغه څه چې دوی د ابزارو په توګه استفاده کول په یوه بله طریقه استفاده کړي، پکار ده چې د یوې ستراتیژی په توګه ددغي دسیسي مطالعه وسي او بیایې مخه ونیول سي. په سیاست کې خوشباوري ترټولو غلط سیاست دی.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي چې د طالبانو حکومت په ډير لږ وخت کې خپل اردو، استخبارات او نورې ادارې پیاوړي کړي دي، هغه وویل: "نن زموږ امنیت تر هغه کچې پورې پیاوړی دی چې دښمن مو یوازې د سړک په سر یا جومات کې حمله کولای شي. په یوې پوسته په یو دولتي تعمیر باندي جرات نشي کولای نه امکانات لري. دا د ښه امنیت نښه ده. د دنیا مغرضي کړۍ او استخبارات په دې باندي اخته دي چې افغانستان نړۍ ته د تروریزم مرکز معرفي کړي."

هغه په دې وروستیو کې د افغانستان له خاورې څخه اوزبیکستان ته د توغندیو توغولو یادونه وکړه چې په خبره یې عاملین یې ډېر ژر ونیول شول.

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره د دوحې تړون له مخې ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر الظواهري په مېشتولو او هغه ته په ځای ورکولو سره طالبانو د دوحې تړون مات کړی دی.

د امریکا جمهور رئیس جو بايډن د روان کال د اګست په لومړۍ ورځ کابل کې د یوې بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې د القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو خبر ورکړی و. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د الظواهري د وژل کیدو خبر ندی تائید کړی، خو ویلي یې دي چې په اړه یې څیړنې پیل شوي. تر اوسه ددې څیړنو پایلي ندي اعلان شوي.

له بلې خوا د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ناروې، برتانیا، امریکا، جاپان، قطر او سویس استازو د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۵مه په یوه ګډه غونډه کې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو دوام او پدې هیواد کې د القاعده د ډلې په ګډون د ځینو تروریستي ډول په حضور او د بریدونو په دوام باندې خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې کابل کې د القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري حضور د تروریزم پر وړاندې د طالبانو د ژمنو څخه د په شاکیدو په برخه کې څرګند مثال دی.

دمخه د ملګروملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي و، چې طالبان لا هم د القاعدې له ډلې سره اړیکې لري او ددغې ډلې مشر د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله آخندزاده سره خپل بعیت بیرته تازه کړی دی.

XS
SM
MD
LG