د لاس رسي وړ اتصالات

د میانمار نظامي حکومت پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ وکړ


د میانمار نظامي حکومت د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې له نظامي برید څخه ملاتړ وکړ.

دا د نړۍ لومړی هیواد دی چې پر اوکراین یې د روسیې د برید ملاتړ کړی او ځان یې د نړۍ د اکثریتونو هیوادونو په ځانګړي ډول غربي هیوادونو سره چې پر مسکو یې سخت بندیزونه لګولي واقع کړی دی.

د میانمار د نظامي شورا ویاند جنرال زاو مین ټون له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل د دوو دلایلو له امله یې ددې برید ملاتړ کړی:" لومړی دا چې روسیې د خپلې واکمنۍ د پیاوړې کیدو هڅه کړېده. فکر کوم دا پرځای کار دی. دویم دا چې نړۍ ته ښکاره کوي روسیه د نړۍ یو قدرت دی."

د میانمار د نظامي شورا مشر مین اونګ هیلاینګ د تیر کال په جون میاشت کې روسیې ته سفر کړی وو او د هغه هیواد له پوځ سره پیاوړي اړیکي لري.

روسیه یو له هغو معدودو هیوادونو دی چې د میانمار له نظامي شورا څخه چې د ۲۰۲۱ کال په فبروري کې په کودتا سره واک ونیو، دفاع کړېده.

د میانمار پوځ ملکي حکومت ړنګ کړ او د هغه هیواد مشره آنګ سان سوچي او یو شمیر نور جګ رتبه چارواکي یې ونیول.

د هغه مودې راپدیخوا ملګرو ملتونو او د میانمار کارپوهانو په تکرار سره د هغه هیواد پر نظامي شورا د وسلو د پلور د منع کیدو غوښتنه کړې خو روسیې دې غوښتنو ته پام ندی کړی.

د میانمار نظامي شورا په داسې حال کې پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ کوي چې د متحدیو ایالتونو په ګډون غربي هیوادونو پر مسکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل "پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به هغه (پوتین) او هیواد یې وګوري".

ښاغلي بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه تاثیرات ولري.

XS
SM
MD
LG