د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون نن د سپټمبر په ۱۷مه (وږي ۲۶) د مخه ښې د ځانګړو مراسمو وروسته د روسیې له پوځي سوغاتونو سره خپل هېواد ته ستون شو.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې مراسمو کې د روسیې د پرایموري سیمې والي د شمالي کوریا مشر ته څو بې پیلوټه الوتکې او د مرمیو ضد یو واسکټ ډالۍ کړل.
دې خبري اژانس ویلي چې کیم جونګ اون ته پنځه "کامیکاز" چاودیدونکي ډرون او یو "جران-۲۵" استخباراتي ډرون الوتکه ډالۍ شول چې د عمودي الوتنې وړتیا لري.
د دغو ډالیو په منځ کې د شمالي کوریا مشر ته یو ځانګړې لباس هم ورکړل شوې، چې حرارتي کمرې یې د موندلو وړتیا نلري.
کیم جونګ اون تیره ورځ کیم د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره په لیدنه کې له روسیې سره د قوي پوځي اړیکو غوښتنه وکړه.
د شمالي کوريا دولتي خبري اژانس (KCNA) نن اعلان وکړ چې د دغه هېواد مشر د روسيې له دفاع وزير سره د پوځي همکاريو د زياتولو پر عملي اقداماتو خبرې کړي دي.
د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس په وینا، کیم او شویګو "د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د ستراتیژیکو او تاکتیکي همغږۍ، همکارۍ او متقابل تبادلې او د ملي دفاع او امنیت په برخو کې د لا پیاوړتیا لپاره د عملي مسلو په اړه رغنده نظرونه تبادله کړل."
کیم د شنبې په ورځ د خپل سفر په ترڅ کې، د شویګو سره یوځای د روسیې د اټومي وسلو د لیږد وړتیا لرونکو ستراتیژیکو بمبار الوتکو، د غو څخه د چټک سرعت لرونکو میزایلو او جنګي بیړیو معاینه وکړه.
داسې انګیرل کیږي چې مسکو په اوکراین کې د جګړې د دوام لپاره له شمالي کوریا څخه د مهماتو اخیستلو ته لیواله ده. په همدې حال کې پیونګ یانګ غواړي د خپل توغندیز پروګرام د پراختیا په برخه کې له روسیې مرسته ترلاسه کړي.
خو بیا هم کرملین ویلي دي چې پدې اړه هیڅ تړون نه دی لاسلیک شوی او نه به لاسلیک شي.
فورم \ دبحث خونه