د لاس رسي وړ اتصالات

د اذربایجان ولسمشر او میرمن یې د قره باغ نیول شوې ساحې ولیدلې


الهام علییوف او میرمن یې مهربان علییوف
الهام علییوف او میرمن یې مهربان علییوف

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییوف، او میرمن یې مهربان علییوف چې د جمهور رئیس لومړۍ مرستیاله هم ده نن د نومبر په ۱۷ (لړم ۲۷) د قره باغ د غرنۍ سیمې د هغو ساحو کتنه وکړه چې ددې هیواد پوځ د سختو جګړو په ترڅ کې د ارمني ځواکونو څخه نیولي دي.

باکو او ایروان، تیره اونۍ د مسکو په میانځګړیتوب د سولې تړون لاس لیک کړ او د څه دپاسه شپږ اونیو جګړو ته یې د پای ټکی کښیښود؛؛ هغه جګړې چې په زرګونو کسان په کې ووژل شول او په لسګونو زره نور بیځایه شول.

ددغه تړون په اساس ارمنستان د ارمني جلاغوښتونکو تر کنترول لاندې سیمې چې د ۱۹۹۰ لسیزې په جګړو کې یې نیولې وې باکو ته تسلیموي. دغه تصمیم د ارمنیانو د غوسې او د اذربایجانیانو د خوښۍ سبب شوی دی.

ځاي اوسیدونکو نن په پوره خوشحالۍ د الهام علییوف او مهربان علییوف سره وکتل.

ښاغلي علییوف وویل: "قره‌باغ به خودمختاره نه وي. اذربایجان یو متحد هیواد دی".

یو شمیر ارمنیانو د قره باغ څخه له وتلو دمخه خپل کورونه وسوزول. د اذربایجان جمهور رئیس وویل چې ارمنیانو پدې سیمه کې هر څه ویجاړ کړي او باید په نړیواله محکمه کې دې ته ځواب ووایي.

اذربایجاني او ارمني پوځیان د پخواني شوروي اتحاد د نړیدو وروسته د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې د جګړو او دښمنۍ سابقه لري.

ارمني جلاغوښتونکو په ۱۹۹۰ لسیزې کې د قره باغ غرنۍ سیمه د خونړیو جګړو په ترڅ کې نیولې وه چې ۳۰ زره کسان په دغه جګړه کې وژل شوي و.

د قره باغ د سیمې اکثر اوسیدونکي ارمنیان دي، خو دغه سیمه په بشپړه توګه د اذربایجان په خاوره کې پرته ده او نړیوال یې هم د اذربایجان ملکیت ګڼي.

XS
SM
MD
LG