د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د خبرداري سره سره پلوسي تایوان ته سفر وکړ  


د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو خونې رئیسې ننسي پلوسي د چین د جدي خبرداریو سره سره څلورو اسایي هیوادونو ته د خپل سفر په لړ کې د سه شنبې په ماښام اکست دوهمه (زمري ۱۱) تایوان ته ورسیدله.

له دې دمخه چین ګواښ کړی و چې که پلوسي تایوان ته ولاړه شي، متحده ایالات به یې بیه ادا کړي.

د متحده ایالاتو د کانګرس پلاوي چې میرمن پلوسي یې مشري کوي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي دغه سفر "د تایوان د خوځنده دموکراسۍ څخه د متحده ایالاتو د نه ماتیدونکي ملاتړ" څرګندونه کوي.

په اعلامیه کې راغلي: " د تایوان له مشرتابه سره زموږ بحثونه به د خپل ملګري سره زموږ د ملاتړ په بیا تاییدولو او د هند - آرام سمندر دازادې او پرانستې سیمې د پراختیا په ګډون زموږ د ګډو ګټو په وده باندې تمرکز وکړي. په داسې حال کې چې نړۍ د استبداد او ډموکراسۍ ترمنځ له کړکېچ سره مخامخ ده، د تایوان له ۲۳ میلیونو وګړو سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت ډېر مهم دی."

د میرمن پلوسي د سفر څخه څو ساعته دمخه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هووا چونینګ د سه شنبې په ورځ اکسټ دوهمه (زمري ۱۱) په بېجينګ کې په يو خبري کنفرانس کې وويل: «امريکا د چين د امنيتي ګټو او ملي حاکميت ته د نا پاملرنې په صورت کې د دې مسؤوليت په غاړه لري او بيه به یې ادا کړي.»

پدې ترڅ کې د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې د چین جنګي الوتکو د سه شنبې په ورځ د تایوان په تنګي کې الوتنې کړي او ددې هیواد څو جنګي بیړیو د دوشنبې د ورځې راهیسې په هغو اوبو کې چې چین له تایوان څخه جلا کوي لنګر اچولی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ وویل چې تایوان ته سفر د میرمن پلوسي شخصي تصمیم دی. هغه وویل: "کانګرس د امریکا د دولت یوه خپلواکه برخه او یوه متساوي څانګه ده."

تایوان او چین په ۱۹۴۹ کې د کورنۍ جګړې وروسته جلا شول، او ملتپاله ځواکونه چې مات شوي وو تایوان ته وتښتېدل او هلته یې یو حکومت جوړ کړ چې وروسته په یوه متحرک ډموکراسۍ بدل شو. د تایوان له جلا کیدو وروسته، د چین کمونست ګوند ژمنه کړې چې تایوان بیرته د خپلې خاورې سره یوځای کړي او اړتیا په صورت کې به له ځواک څخه هم کار واخلي.

د تایوان په اړه د قانون له مخې چې د متحده ایالاتو د کانګرس لخوا تصویب شوی، متحده ایالات د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني، مګر ژمنه یې کړي چې د ځان څخه په دفاع کې ددې ټاپو سره مرسته وکړي. چینایي چارواکو تل له تایوان سره د امریکا د حکومت پر ملاتړ انتقاد کړی دی.

د ۱۹۹۷ میلادي کال وروسته نانسي پلوسي د متحده ایالاتو لوړپوړی مقام دی چې تایوان ته سفر کوي. د متحده ایالتو د کانګرس د استازو مجلس پخواني رئیس نویټ ګنګریچ په ۱۹۹۷ کال کې د تایوان د جزیرې لیدنه کړې وه.

د تایوان لیبرټي ټایمز د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې میرمن پلوسي به د سه شنبې په ماښام ناوخته تایوان ته ورشي او د چهارشنبه په ورځ به له ولسمشر تسای انګ وین سره له لیدو وروسته له ټاپو څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG