د لاس رسي وړ اتصالات

په سپوږمۍ کې د موبایل شبکه جوړیږي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د فضایي چارو اداره (ناسا) د فنلنډ د «نوکیا» شرکت غوره کړی دی چې په سپوږمۍ کې د موبایل شبکه فعاله کړي.

په سپوږمۍ کې د مخابراتي‌ شبکې فعالول د ناسا د هغې پروژې برخه ده چې غواړي تر ۲۰۲۴ پورې په سپوږمۍ کې انسانان ژوند پیل کړي.

ناسا پلان لري چې هلته دا ډول اوږدمهال پروګرامونه پلي کړي.

د فنلنډ د نوکیا شرکت د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تله ۲۸) اعلان وکړ چې سپوږمۍ ته د انسانانو تر ورتګ مخکې به په ۲۰۲۲ کې د سپوږمۍ پر سطحه د بیسیم لومړی مخابراتي سیستم جوړوي او فعالوي.

د رویټرز خبري‌ اژانس د نوکیا شرکت په حواله لیکلي دي: « دا شبکه به د قوماندې او کنترول د فعالیتونو، د سپوږمۍ د څپو د ریموټ کنترول، د وخت معلومولو او په لوړ کیفیت د ویدیوګانو د ښودلو سربېره، د مختلفو معلوماتو د انتقال د اپلیکېشنونو لپاره حیاتي ظرفیتونه جوړ او ورغوي.»

دا شرکت به د امریکا د تګزاس په ایالت کې د هوايي چلند له یو بل شرکت سر ګډ کار کوي‌ چې د دغې پروژې لپاره ماشینونه او وسایل سپوږمۍ ته انتقال کړي.

نوکیا وايي چې سپوږمۍ ته د وسایلو او تجهیزاتو له انتقال وروسته به، په سپوږمۍ کې دا شبکه جوړیږي او د مخابراتو د تکامل او غوړېدو اوږد مهال سیستم به فعالیږي.

XS
SM
MD
LG