د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا د ناپېژندل شویو فضايي الوتونکو شیانو په اړه معلومات ټولوي


ناپېژندل شوې فضايي پدېده
ناپېژندل شوې فضايي پدېده

د امریکا د متحدو ایالتونو فضايي اداره [ناسا]د ناپېژندل شویو فضايي الوتونکيو شیانو، چې ناپېژندل شوې فضايي پدېده هم بلل کېږي، د معلومولو او په اړه یې د مطالعې لپاره ساینسپوهان ګماري.

ناسا د پنجشنبې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۱۹) اعلان وکړ چې دا ساینسپوهان د دغو اسماني ناپېژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه، چې له علمي پلوه نه الوتونکي دي او نه هم طبعي پدیده ګڼل کېږي، معلومات راټول کړي.

ناسا وايي په دې اړه پلټنې به د روان کال په خزان کې پیل شي او تمه ده چې نهه میاشتې به ونیسي.

د ناسا د علمي ماموریت د برخې مشر تامس زاربوچن په دې اړه وویل: «موږ داسې افراد او وسائیل لرو چې د نا پېژندل شویو شیانو په اړه زموږ درک زیات کړي. دا د علم واقعي تعریف او هغه څه دي چې موږ یې کوو.»

فزیکپوه دیوید سپرګل د ساینسپوهانو د دغې ډلې مشري کوي،

نوموړي وویل: «لومړی کار د معلوماتو راټولول دي چې حکومت، عادي خلک او غیر انتفاعي شرکتونه څه ډول معلومات لري، او د نورو معلوماتو ټولولو لپاره باید څه وشي او څنګه یې ښه تحلیل او تجزیه کړو.»

ناسا ویلي دي چې د ساینسپوهانو د دغې ډلې لومړی کار به دا وي چې واضحه کړي په دغو ناپېژندل شویو پدېدو کې یې کومه یوه طبیعي ‌ده.

امریکايي قانون جوړوونکو په تېرو څو لسیزو کې په لومړي ځل د مۍ په میاشت کې د دغو ناپېژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه استماعیه غونډه وکړه.

دولتي چارواکو خبرداری ورکړی چې باید په دې اړه تحقیقات وشي او ورته د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته د بالقوه ګواښ په سترګه وکتل شي.

تېرکال د امریکا استخباراتي ادارې د دغو ناپېژندل شویو فضايي‌ الوتونکو په اړه راپور خپور کړ چې د ډېرو پام یې دغې مسئلې ته واړوه.

XS
SM
MD
LG