د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د کابینې د اعلان په اړه غبرګونونه


وروسته له هغه چې طالبانو خپله موقته کابینه اعلان کړه، یو شمیر سیاسي ګوندونو، د سیاسي‌ چارو شنونکو ، چارواکو په خاص ډول د یادې ډلې ضد اړخونو تند غبرګونونه څرګند کړي دي.

د طالبانو یو شمیر ضد اړخونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د راتلونکې حکومت او جغرافیې په اړه به ډیر ژر موقف اعلان کړي.

احمد مسعود چې په پنجشیر او د اندراب په څو ولسوالیو ، پلحصار، بنو او ده صلاح کې د طالبانو پر ضد جبهو مشري کوي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د کابینې اعلان غیر قانوني او د افغانستان له خلکو سره د یادې ډلې د دښمني نښه بللې ده.

ښاغلي مسعود په دې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان خلکو په تیر کې د ځان غوښتنې، افراطیت، د ترهګرو ، میرمنو ضد حکومت په وړاندې مقاومت کړی او نن به هم د طالبانو او ترهګرو څخه د هیواد د ژغورنې پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د اسلامي جمعیت د ګوند مشر صلاح الدین رباني د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې طالبانو د خپلو ادعاوو برخلاف چې ویلي وو یو ټول شموله حکومت به جوړوي ، د ټولنې یوه لویه برخه له پامه غورځولې ده.

د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي، د طالبانو د نن ورځې د اعلان شوي کابینې له ترکیب څخه معلومیږي چې یادې ډلې ، په افغانستان کې د قدرت او سیاست مسلې ته د پخوانیو تحمیلي مشرانو په نسبت ډیر په افراطي او انحصاري شکل کتلي دي.

د اسلامي جمعیت د جلا شوې خاښې مشر عطا محمد نور هم اعلان کړی چې د طالبانو له خوا د کابینې اعلان د هر ډول قانون خلاف او قومې بللې خو ویلي‌ یې دي‌ چې له طالبانو یې دا ډول توقع درلوده.

ښاغلي نور د خپل فیسبوک په پاڼه لیکلي چې" لکه څنګه چې توقع کیده، طالبانو د افغانستان تر نیولو وروسته، داسې یو حکومت اعلان کړ چې د هیواد د اساسي قانون په هیڅ ځای کې ځای نلري او تخصص پکې په پام کې ندی نیول شوی."

د کارپوهانو نظریات

د طالبانو ضد سیاستوالو تر څنګ، په لودیځ کې یو شمیر سیاسي شنونکي هم په دې باور دي چې د طالبانو کابینه د یوه واقعیت ښکارندويي کوي او هغه دا چې دا ډله د خپلو غړو پرته ، د بل چا زغم نلري.

په بریټانیا کې د سیاسي چارو شنونکی سید زمان هاشمي د طالبانو له کابینې سره د افغانستان د پخوانیو حکومتونو په پرتله کولو سره وایي" دا په افغانستان کې د حکومتدارۍ په نظام کې ۳۶۰ درجې چرخش ښکاره کوي."

ښاغلي هاشمي امریکا غږ ته وویل، په تیرو شلو کلونو کې معیار په لودیځ کې عالي‌ تحصیلات، جهادي ګوندونو سره روابط، نکټایي ، غربي برانډ دریشي ګانې، له روسیې سره په جهاد کې ونډه، له سفارتونو سره اړیکې ، د خارجي پاسپورت درلودل او د سمتي او قومي توازن معیارونه وو.

خو د نوموړي په وینا، اوس له پاکستان سره اړیکې، د پاکستان په مدرسو کې تحصیلات، د حقاني مدرسې، د ملا او مولوي مختاړی او داسې نور چې په هیڅ ډول د ټول شموله په معني ندي مهم ګڼل کیږي.

د لندن په کویین پوهنتون کې د اجتماعي عدالت او د منازعاتو د حل د انستیتوت استاد او د افغانستان د چارو کارپوه مایکل سمپل په دې باور دی چې د طالبانو کابینه به نه د هغوی د مخالفو جریانونو او نه هم د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي.

په واشنګټن ډي سي کې د ولسن په څیړنیز مرکز کې د جنوبي‌ آسیا د برخې څیړونکی مایکل کوګلمن له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ورته نظر څرګند کړی دی.

نوموړي ویلي:" دا په هیڅ ډول یو همه شموله حکومت ندی، ځکه عمدتا له طالبانو جوړ شوی ، میرمنې پکې نه لیدل کیږي."

خو دغه امریکایي څیړونکی وایي ښايي طالبان په راتلونکې کې له یو شمیر تکنوکراټانو او میرمنو څخه په حکومت کې کار واخلي خو هغوی به قدرت او نفوذ ونلري.

آیا نړیواله ټولنه به طالبان په رسمیت وپيژني

نړیوالې ټولنې تل د ټول شموله حکومت په جوړیدو ټینګار کړی دی چې ټول قومونه او سیاسي کړۍ پکې وي، خو د طالبانو په سرپرسته کابینه کې ټول خپله طالبان دي او نه میرمنې پکې دي او نه هم قومي تنوع په پام کې پکې نیول شوېده.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي‌ چې په افغانستان کې یې د بحراني حالت له امله، اوس موقته کابینه جوړه کړې او په راتلوکې کې به نور هم ښه شي، خو د ښه والي معیارونه یې روښانه کړي ندي.

اوس د طالبانو ضد مخالفینو تر څنګ، یو شمیر غربي کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو کابینه به ددې لامل شي چې نړیواله ټولنه په رسمیت د طالبانو له پيژندلو څخه ډیره فاصله واخلي.

د سیاسي‌ چارو شنونکی پیټر برګن وایي د طالبانو په کابینه کې به د حقاني شبکې د غړو حضور ددې لامل شي چې غربي هیوادونه طالبان په رسمیت ونه پيژني.

XS
SM
MD
LG