د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: هیله من یو ژر د ځمکې له لارې افغانستان ته مرستې ورسیږي


د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ، سپټمبر ۷ وویل، ملګري ملتونه هیله من دي چې ډیر ژر د ځمکې له لارې افغانستان ته مرستې ورسوي.

په بشري چارو او د بیړنیو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټز وویل:" موږ غواړو له نورو هیوادونو څخه د ځمکې له لارې د موادو انتقال پیل ووینو."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي چې د یوه ویډیو کنفرانس له لارې خبري کولې، د یکشنبې او دوشنبې په ورځو په کابل کې د طالبانو له رهبري سره وکتل.

ښاغلي ګریفیتز زیاته کړه، نوی افغان حکومت باید د مرستو د لیږد لپاره امنیت تامین کړي:"موږ باید د بشري مرستو د دوام لپاره د امنیت شاهدان ووسو."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه، هغوی غواړي‌ چې طالبان د امنیت د تامین په برخه کې په لیکلي او شفاهي ډول ډاډ ورکړي.

ښاغلي ګریفیتز څرګنده کړه:"په ټوله نړۍ کې خیریه موسسات په هر هیواد کې خپلواکې ارزونې، د مرستو انتقال او څارنې او د نړیوالو او سیمه ایزو کارکوونکو د امنیت او خوندیتوب غوښتونکي دي."

د ملګرو ملتونو دغه مقام تائید کړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګرانډې هم افغانستان ته پر لار دی او هیله من دی چې وکولای شي له کابل څخه کندهار ولایت ته سفر ورکړي.

ملګرو ملتونو تیره اوونۍ اعلان وکړ چې د پاکستان په ګډون د افغانسنتان شمال او جنوب ته بشري الوتنې پیل شوي دي.

ګریفیتز وویل، سږ کال ۶۰۰ سوه زره کسان د ناامنیو له امله بیځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، د افغانستان کابو نیمایي نفوس یا ۱۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته ضرورت لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتیدو په اړه په ژنیف کې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو په کچه د یوې غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونه وایي د روان کال تر پایه یې ۶۰۶ میلیونه ډالره یې پکار دي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG