د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د طالبانو په کابینه کې د یو شمیر کسانو د سابقې او روابطو په اړه اندیښنه لرو 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د کابینې له اعلان وروسته، د سه شنبې په ورځ اګست ۷ ( وږې شپاړسمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د نومونو لیست یې لیدلی او په اړه یې ارزونې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د نومونو په خپاره شوي لیست کې یوازې د طالبانو غړي او یا هم د هغوی نږدې همکاران لیدل کیږي او میرمنې پکې نشته.

په اعلامیه کې راغلي:" موږ د یو شمیر کسانو د اړیکو او سابقې په اړه اندیښنه لرو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په کابینه کې د یو شمیر کسانو په اړه په داسې حال کې اندیښنه څرګندوي چې طالبانو د سه شنبې په ورځ اګست اومه خپله کابینه اعلان کړه.

د کابینې په لست کې ملا محمد حسن اخند د "اسلامي امارت" د رئیس الوزرا‌ء، او ملا غني برادر او ملا عبدالسلام حنفي یې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو د نوي حکومت مشر محمد حسن اخند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغوی د طالبانو دا څرګندونې درک کوي چې دا یې موقته کابینه اعلان کړې او واشنګټن به د طالبانو په اړه قضاوت د هغوی د ژمنو پر ځای د هغوی د اعمالو له مخې وکړي.

امریکا ویلي، دا یې څرګنده کړې چې افغانان د همه شموله حکومت د رامنځ ته کیدو مستحق دي.

اعلامیې زیاته کړې، امریکا په خپلو روښانه توقعاتو یو ځل بیا ټینګار کوي چې طالبان دا اطمینان رامنځ ته کړي څو د افغانستان خاروه د نورو هیوادونو د ګواښلو لپاره نه کارول کیږي او د افغانانو د ملاتړ په هدف بشري مرستو ته اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، امریکا توقع لري څو طالبان د بهرنیو اتباعو او هغو افغانانو د خوندي وتلو په اړه په خپلو ژمنو ودریږي چې د سفر قانوني اسناد لري.

بلخوا د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۷ ( وږې شپاړسمه) د طالبانو د نوې حکومت په اړه په احتیاط ځواب ورکړ.

نوموړي په انقره کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل:"دا ستونزمنه ده چې دایمې یې وبلو خو یوه موقته کابینه اعلان شوېده."

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:"موږ نه پوهیږو چې دغه موقته کابینه به څومره وخت پاتې شي. دا زموږ دنده ده چې اوسمهال په پام سره دا پروسه تعقیب کړو. زما هیله داده چې دا ټول افغانستان ته مفیده وي."

ترکیې هیله څرګند کړې چې د څو لسیزو جګړه ځپلې افغانستان سره مرسته وکړي.

اوسمهال ترکیي‌ او قطري تخنیکي کارکوونکي هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بیرته عادي الوتنو ته چمتو کړي. خو طالبانو د کابل د هوایي ډګر د امنیت د ټینګښت په اړه د ترکیې غوښتنه رد کړیده.

اردوغان زیاته کړه که د ترکیې د اصولو په طرف پروسه په مثبت ډول پرمخ ولاړه شي هیواد به یې مطلوبه تګلاره غوره کړي.

XS
SM
MD
LG