د لاس رسي وړ اتصالات

بازار ته د کروناویروس واکسین وړاندې کول یو کال وخت نیسي – اروپایي ټولنه 


د اروپایي ټولنې د درملو سازمان اټکل کړی دی چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره د واکسینو تائید، تولید او عمومي کیدل یو کال وخت نیسي.

ددې دمخه د اروپایي ټولنې د کمیسیون رئیسې اورزیلا فن‌درلاین، هیله ښودلې وه چې د کروناویروس واکسین به د روان کال د مني دمخه بازار ته وړاندې شي. هغې د می میاشتې په څلورمه د یو انټرنیټي کنفرانس د جوړولو غوښتنه وکړه چې په وینا یې په هغه کې د مرسته کوونکو سره د واکسین د تولید د بودجې په تامین کولو باندې بحث وشي.

د اروپایي ټولنې د کمیسیون رئیسې هیله وښودله چې د نړۍ ټول هیوادونه سره په ګډه کار وکړي چې د کروناویروس ضد واکسین ژر بازار ته وړاندې شي.

د بیل ګیټس خیریه سازمان یو له هغو سازمانونو څخه دی چې ددې واکسین د تولید د لګښت یوه برخه ورکوي.

پدې ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې اوسمهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کروناویروس سره د مقابلې لپاره ۷۰ ډوله واکسینونه په آزمایښتې پړاو کې دي او درې واکسینونه د کلینیکي ازموینو پړاو ته رسیدلي دي.

د بلومبرګ خبري اژانس د رپوټ له مخې د بیجینګ د بیوتکنالوژۍ د انستیتیوت او د هانګ کانګ د "کن سینو بیولوژیکس" بنسټ آزمایښتي تولید شوي واکسینونه د کلینکي آزموینو په دوهم پړاو کې دي.

دوه نور واکسینونه په امریکایي شرکتونو "اینوویو" او "مودرنا" کې طراحي شوي چې دواړه واکسینونه پر انسان باندې د تطبیق کیدو په پړاو کې دي.

د مودرنا شرکت د مارچ په میاشت کې وتوانید چې پر حیواناتو باندې د لومړني ازمیښت پرته چې کلونه وخت نیسي، پر انسان باندې ددې واکسین ازمایل پیل کړي.

د «فایزر» او «سنوفي» شرکتونو واکسینونه تر اوسه د کلینکي ازموینو دمخه پړاو کې دي.

XS
SM
MD
LG