د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د بریا او ازمیښتونو کلنی رپوټ


د افغانستان لپاره د "پریکنده ملاتړ" په نامه ماموریت کې د ناټو د متحدو اوشریکو هیوادونو ۱۲ زره کسان شامل دي
د افغانستان لپاره د "پریکنده ملاتړ" په نامه ماموریت کې د ناټو د متحدو اوشریکو هیوادونو ۱۲ زره کسان شامل دي

د ناټو سرمنشي یانس ستولتینبرگ ددې سازمان د کلني رپورټ په مراسمو کې وویل چې ۲۰۱۴ کال د اروپا امنیت لپاره یو تور کال و، خو ناټو وکولای شول چې له ازمیښتونونه تیر شي.

ستولتنبرگ وویل، په داسې حال کې ۲۰۱۵م کال پیلوي چې په پاریس کې د ترهه ګرۍ بریدونو دا په یادوي چې ګواښونه او چلنجونه پر مخکې لرو. خو په عین حال کې نړۍ ددې شاهده وه چې څرنګه په میلیونونو خلک د لویدیځ د ارزښتونو او د لویدیځ د پرانستو ټولنولپاره راپورته شول.

د ناټو سرمنشي وویل چې نړۍ په اساسي ډول بدلون موندلی دی. "په جنوب کې، د تاوریخوالي نه ډکه تندلاري د اروپا پولو تر پولو رسسدلې ده، او په عراق او سوریه کې کړکیچونو د تره کرو پښې د اروپا تر واټونو پورې رسولې دي. په ختیې کې، روسیه له پوځي ځواک نه په استفادې سره د کریمیه خاوره له خپلې خاورې سره ونښلوله او له دې اقدام سره یې اوکراین بې ثابته کړې دی.

ښاغلي ستولتینبرگ وویل چې د چمتووالي عملي پلان چې په ویلزکې د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې پرې موافقه شوۍ وه په څرګند ډول ددې پیمان د ټولنیزې دفاع په تقویه کولو کې رول لرلی دی.

د ناټو سرمنشي په ۲۰۱۴ م کال کې په افغانستان کې د ناټو د جګره ییز ماموریت د پای د تشریح کولو په ترڅ کې وویل: په افغانستان او کوسو کې د تجربې له مخې له نورو هیوادونو او سازمانونو سره همکارۍ ته اړتیا غوره شوه. نن، د افغانستان امنیت په بشپړه توګه د افغانانو په واک دی. په داسې حال کې چې ازمیښتونه اوس هم پاتې دي، مونږ هوډمن یو چې هغه پرمختګونه وساتو چې په زیاتو قربانیو او هڅو لاس ته راغلي دي . ددې نوي ماموریت له امله، د افغانستان له ملي ځواکونو د دفاع او امنیت سره لپاره د ښوونې، مشورې پریکنده ملاتړ پیل کړی دی. "

د ناټو کلنی رپورټ وايي چې زیات چلنجونه اوس هم پاتې دي، خو په ۲۰۱۴م کال کې افغانانو په ټول هیواد کې د امنیت د تامین لپاره خپل چمتووالی وښود. د بیلګې په توګه، د جون او جولای په میاشتو کې، د افغان امنیتي ځواکونو له ۸۴ زرو نه د زیاتو عملیاتو مشري پر غاړه درلوده. د افغانستان د پوځ او پولیسو په امنیتي ځواکونو کې د ژوند د شرایطو د ښه والي او د دندو د فرصتونو په اړه نوښتونه ملموسې پایلې ښيي. چې له هغې جملې نه په امنیتي څواکونو کې د ښځو د زیات ګډون دی چې په اوس وخت کې له ۲۸۰۰ نه تر زیاتو ښځو پورۍ رسي.

په افغانستان کې چې په وچه کې پروت دی د امنیت د تامین لپاره هوايي ځواک اغیزمن او اړینه ده. د افغانستان د هوایي ځواک د بیا جوړونې لپاره هڅه په ۲۰۰۷م کال کې پیل شوه او تر ۲۰۱۷م کال په دوام وکړي. دا ګزارش وايي چې په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان هوايي ځواکونو د بیړنۍ ژغورنې، د وژل او ټپي شویو کسانو د ایستلو، د هوا پیژندلو او د پوځي ځواکونو د وړلو راورلو د آیساف په محدود ملاتړ ترسره کړي دي. د مې په میاشت کې د بدخشان د انساني ناورین به ترڅ کې د افغانستان هوايي ځواکونو ډیر زر د قربانیانو مرستې ته ورسیدل.

د پریکنده ملاتړ په ماموریت کې دناټو د متحدو اوشریکو هیوادونو ۱۲ زره کسان شامل دي چې په کابل کې به په یو مرکز او څلور څانګې یې په مزارشریف، هرات، کندهار او لغمان کې فعالیت ولري. په هره څانګه کې به یو هیواد په روزنه، مشوره او مرسته کې یو همغږی رول ولوبوي.

به رپوټ کې راغلي دي چې په داسې خال کې چې پریکنده عملیات یو محاربوي ماموریت نه دی، خو بې له خطره هم نه دی. د افغان زړهور او مسلکي ځواکونه امنیتي ازمیښتونه ته ځواب وايي، خو زیات احتمال لري چې امنیتي چلنجونه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې پاتې شي. په داسې چاپیرال کې دا مهمه ده چې د افغان ځواکونه د نړیوالې ټولنې مالاتړ دوام وکړي.

ناټو په له افغان چارواکو سره د یوکافي او پایدارځوک په لور د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ساختار او وړتیاوو څیړنې ته دوام ورکړي، او په ۲۰۱۲م کال کې شیکاګو کې دناټو دمشرانو د غونډې د پریکړې پر اساس، افغانستان باید له ۲۰۲۴ کال نه وروسته د خپلو ځواکونو بشپو مالي مسولیت پره غاړه واخلي.

XS
SM
MD
LG