د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي زیاتول د طالبانو سیاسي موقف نه قوي کوي- د ناټو استازی


د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونتيکورو
د ناټو ملکي استازی سټیفانو پونتيکورو

د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي چارو استازي سټیفانو پونتيکورو په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي له زیاتولو لاس واخلي.

ښاغلي پونتیکورو له امریکا غږ سره په ځانګړي مرکې کې وویل چې پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ولسي خلکو باندې د طالبانو بریدونه د منلو نه دي.

هغه وايي: "طالبانو ژمنه کړې چې د متحدینو په وړاندې او په ګڼ میشتو ښاري مرکزونو کې به تاوتریخوالی صفر کوي او دا کار یې کړی، خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي خلکو په وړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی، دا کار سیاسي ستونزې رامنځ ته کوي، د بندیانو آزادول له ستونزو سره مخامخ کوي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چاپیریال ګډوډوي. موږ پوهیږو چې طالبان باور لري د تاوتریخوالي زیاتول به په مذاکراتو کې په تاکتیکي توګه د هغوی موقف قوي کړي چې دا یو غلط برداشت دی."

نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې افغان حکومت او طالبان تر بل هر وخت اوس بین الافغاني مذاکراتو ته نژدې شوي دي.

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ځای او نېټه لا اعلان شوې نه ده خو د ناټو ملکي استازی وايي چې د "بین الافغاني مذاکراتو په خونه کې" به هېڅ بهرنی نه وي او‌ یوازې افغانان به له افغانانو سره مخامخ خبرې کوي چې خپلې ستونزې حل کړي.

ښاغلي پونتیکورو وویل چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د ناټو لویه غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې له منځه ولاړې نشي.

هغه وویل: "زموږ لومړیتوب دا دی چې زموږ په شتون کې د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي، خو دا باید پخپله د افغانانو، سیاستوالو، ټولنو او عادي افغانانو لخوا وساتل شي. موږ غواړو چې لاسته راوړنې خوندي شي، خو مداخله نه کوو. موږ به وګورو چې پر څه پریکړه کیږي. افغانستان سره د ناټو ژمنه ټینګه ده."

د ناټو ملکي استازي هیله وښوده چې امریکا او طالبان به د تړون شرطونو ته ژمن پاتې شي او" زه په دې باور یم چې ان شاءالله په پایله کې خلک یو باثباته افغانستان ته نږدې شوي دي. "

هغه وویل چې له افغانستان سره به د ناټو مرستې تر هغه پورې وي چې افغانان ورته ضرورت لري.

له ښاغلي پونتیکورو سره د وحید فیضي پوره مرکه دلته وګورئ او واورئ:

XS
SM
MD
LG