د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو عمومي منشي او د پاکستان د پوځ مشر کابل ته راغلي


 د ناټو د عمومي منشي
د ناټو د عمومي منشي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د ناټو عمومي منشي جینز سټالټنبرګ نن پنجشنبې د اکتوبر په شپږمه کابل ته په یو دوه ورځیني سفر راغلی دی او همداشان د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف هم په یو جلا سفر کابل ته رارسیدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې د ناټو عمومي منشي نن په کابل کې د ملي اردو د یو روزنیز مرکز نه لیدنه وکړه او په پام کې ده چې هغه به د افغانستان له جمهور رئیس اشرف غني سره هم ژر وګوري.

په کابل کې د ناټو د رسنیو دفتر ویلي، په پام کې ده چې د ناټو عمومي منشي به په افغانستان کې د تم کیدلو په وخت د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د خبرو ترڅنګ د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو سره هم د افغانستان د حالاتو په باب خبرې وکړي.

د ناټو د رسنیو دفتر وایي چې ښاغلی سټالټنبرګ به په افغانستان کې د ناټو د پوځي او ملکي چارواکو سره هم وګوري او هم به په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو د دیارلس کلن ماموریت د پوره کیدلو له امله یو څه وخت د ناټو عسکرو سره تیر کړي او په یوه غونډه کې به د هغو عسکرو درناوی وکړي چې په افغانستان کې د دیارلس کلن ماموریت په موده کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا د جمهور رئیس اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو وروسته افغانستان ته د ناټو د نوي عمومي منشي ښاغلی سټالټنبرګ لومړی سفر دی. هغه ددې کال په وروستیو میاشتو کې د ناټو د عمومي منشي په توګه کار پیل کړی دی.

د افغانستان جمهور رئیس د خپل کار د پیل په دوهمه ورځ د امریکا او ناټو سره د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

ناټو په پام کې لري چې د روان عیسوي کال تر پایه په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورسوي خو دا ټولنه وایي چې افغان حکومت سره د لاسیک شوي تړون له مخې به ددې کال وروسته هم په افغانستان کې تر دولسو زرو پورې خپل عسکر وساتي خو دا عسکر به افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او سلا مشورو چارې پرمخ بوځي.

کابل ته د جنرال راحیل شریف راتگ

د بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم نن کابل ته راغلی.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې جنرال شریف د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو سره په دغه وزارت کې کتلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر هم په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان د پوځ مشر به ددغه سفر په ترڅ کې د جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله او د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو سره وګوري.

د پاکستان د پوځ د مشر په توګه کابل ته دا د جنرال شریف دوهم سفر دی، خو د نوي افغان حکومت د جوړیدلو وروسته یې لومړی سفر دی چې کابل ته یې کوي.

XS
SM
MD
LG