د لاس رسي وړ اتصالات

د «بین الافغاني» خبرو پر ژر پیلېدو د ناټو ټینګار


د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او امنیت ټینګېدو په برخه کې د سیمې هېوادونو رول مهم بولي او وايي سولې ته د رسېدو لپاره باید ژر تر ژره «بین الافغاني» مذاکرات تر سره شي.

ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې پیلېدو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر سره د پاکستان وروستۍ هڅي ستایلي او زیاته کړې ده چې دغه هڅې باید دوام پیدا کړي.

هغه ویلي:" بین الافغاني خبرې باید ژر تر ژره پیل شي، او دغه بهیر باید سولې ته تر رسېدو پوري باید وساتل شي او د سیمې هېوادونو رغنیز رول په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګېدو سره مرسته کولای شي."

هغه ټینګار وکړ چې د ناټو غړي هېوادونه به په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګېدو په هدف د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان سرتېرو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې پيلېږي.د ناټو سرمنشي د یادې غونډې تر پیلېدو مخکې ویلي چې په دغه غونډه کې به پر افغان سوله هم خبرې وشي.

د ناټو سرمنشي پر داسې مهال د «بین الافغاني» خبرو پیلېدو غوښتنه کوي چې ټاکل شوې د روانې جون میاشتې پر ۲۹مه په قطر کې د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ اوم پړاو خبرې پیل شي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د خپل اوم سفر په ترڅ کې له الماني چارواکو سره هم پر راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG