د لاس رسي وړ اتصالات

ګولډن سټیټ د ان بي ای اتلولي ترلاسه کړه


ان بي ای نه یواځې په امریکا کې بلکې په ټوله نړۍ کې په میلیونو لیدونکي او پلویان لري.

د کالیفرنیا د ایالت د اکلند د ګولډن سټیټ د باسکټبال حرفوي ټیم وکړای شول چې د ان بي ای د وروستي پړاړ د سیالیو د اوبو لوبو څخه ځلور لوبې و ګټي او په دې توګه د کلیولند واریرز د ټیم په ماتولو سره د ان بي ای د سږکال اتلولي خپله کړي.

په داسې حال کې چې د کلیولند په لوبډله کې د له براون جیمز په شان د باسکټبال بیساري ستوري لوبه کوله خو بیا هم ګولډن سټیټ وکړای شول چې ۱۰۵ د ۹۷ په وړاندې د اوکلند څخه څلورمه لوبه هم وګټي.

ددې په زړه پورې رلوبې په پای کې د ګولډن سټیټ د ټیم پلویان لارو کوڅو ته راووتل او د خپل ټیم ددغه بیساري بري په وجه یې جشنونه وکدل.

د ګولډین سټیټ ټیم چې د فلادلفیا واریورز په نامه جوړ شوی و او په فنسلوانیا او فلادلفیا کې میشت و په ۱۹۴۶ کال کې یې په داسې حال کې د امریکا د باسکټبال د اتحادیې جام ګټلی و چې بیا دا اتحادیه وروسته د باسکتبال د ملي اتحادیې سره په یوځای کیدو د ان بي ای یا د باسکتبال د ملي اتحادیې نوم غوره کړ.

د ګولډن سټیټ د باسکتبال لوبډله د ۱۹۹۱ کال راهیسې د شیکاګو بول وروسته لومړنی لوبډله ده چې په داسې حال کې د قهرمانئ جام ګټي چې لوبغاړو یې د ان بي ای د جام د وروستي پړاو تجربه نه درلورله.

د ان بي ای د فینل لوبه
د ان بي ای د فینل لوبه

سره له دې چې په دې لوبه کې د امریکا د باسکتبال د ملي اتحادیې یا د ان بي ای، خورا مشهور ستوري جیمز چې د کلیولند واریورز په لوبډله کې لوبه کوي، د لوبې ۳۵ عشاریه اته نمرې په ځانته ځان خپلې کړې خو په پای کې دا د ګلوډن سټیت لوبډله وه چې په سږنیو سیالیو کې په بیساري توګه وځیدله او جام یې خپل کور یووړ.

پاتې دې نه وي چې د ان بي ای لوبغاړي د سلګونو میلیونو ډالرو په بدل کې استخدامیږي او دا لوبه نه یواځې ورزشي اهمیت لري بلکې د سوداګرۍ او پانګې اچونې له کبله هم یو په زړه پورې ډګر دی.

ان بي ای نه یواځې په امریکا کې بلکې په ټوله نړۍ کې په میلیونو لیدونکي او پلویان لري.

XS
SM
MD
LG