د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نژدې ۳.۵ میلیون اوکراینیان له هیواد څخه تښتیدلي 


ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري لومړۍ ورځ) وویل چې نژدې ۳.۵ میلیون اوکراینیان د روسیې د یرغل په وجه د هیواد نه وتلي دي.

ملګرو ملتونو د اوکراین له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د اوکراینیانو د «سخت حالت» په وړاندې د پوره خواخوږۍ او شفقت نه کار واخلي.

دا پداسې حال کې دي چې په میلیونو نور اوکراینیان د جګړو په وجه دننه په هیواد کې له خپلو مینو بې ځایه شوي دي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان ای او ایم د سروې په نتیجه کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ویلي چې تر تیرې چهارشنبې پورې څه کم شپږنیم میلیون اوکراینیان دننه په هیواد کې بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وایي نژدې ۳.۵ اوکراینیان د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴ څخه چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړ، له دې هیواد نه تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې مشر فیلیپو ګراندي وویل: «په تیرو څلورو اونیو کې نړۍ په بې باورۍ سره ولیدل چې بې حسابه کسانو ژوند له لاسه ورکړ پداسې حال کې چې په میلیونونو نور [اوکراینیان] په بشپړه توګه په وتلو دي.»

د اوکرایني مهاجرو ۹۰ فیصده ښځې او ماشومان دي، اوکرایني نارینه چې د ۱۸ او ۶۰ کالونو ترمنځ عمر لري او په پوځ کې د خدمت لپاره د شرایطو وړ دي، دننه په هیواد کې پاته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف وایي د اوکرایني مهاچرو له جملې څخه ۱.۵ میلیون یې ماشومان دي.

دمخه تر دې چې روسیه پر اوکراین یرغل وکړي اوکراین د کریمیه جزیرې او د جلاغوښتونکو ساحو په ګډون ۳۷ میلیون نفوس درلود.

د ګاونډیو هیوادونو له ډلې څخه پولنډ تر ټولو زیات شمیر اوکریني مهاجرو کوربه دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په وینا د هرو لسو اوکرایني مهاجرو څخه شپږ یې په پولنډ کې دي.

همداشان هنګري او سلواکیا ته هم زیات شمیر اوکراینیان ړرغلي دي او یو شمیر یې بیا له هغه ځایه بیا نورو اروپایي هیوادونو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG