د لاس رسي وړ اتصالات

په نیپال کې یوې تازه زلزلې دیرش کسان وژلي دي


د نیپال وگړي چې د اپریل د ٢٥ وژونکې زلزلې ډارولي وو د نن سې شنبې د ورځې زلزلې هغوي نور هم په وډارول.

د تیرې میاشتې زلزلې شاو خوا اته زره کسان وژلي وو او زیات شمیر کورونه، سړکونه او ودانۍ یې نړولي وو. د دې نوې زلزلې په رامنځ ته کیدو سره خلک د کورونو او دکانونو نه کوڅو او بازارونو ته را ووتل.

په نیپال کې دکانونه چې د دوشنبې په ورځ خلاص شوي وو، یو ځل بیا وتړل شول. د زلزلې د ټکانونو نه وروسته خلکو یو بل ته تیلیفونونه وکړل چې د خپلو خپلوانو او دوستانو خیر واخلي.

د تبت په پولې د ژانگمو سیمه هم زلزلې لړزولې، او خلک د کورونو نه تیښتې ته مجبور شول
د تبت په پولې د ژانگمو سیمه هم زلزلې لړزولې، او خلک د کورونو نه تیښتې ته مجبور شول

زلزله د نیپال په وخت ماسپښین مهال وشوه چې په نتیجه کې یې د سیمې اوسیدونکي د څو ساعتونو لپاره له کورونو څخه بهر ولاړ وو.

د بشري مرستو یو کارکوونکي ملچند ډیډیا واېي «زما په فکر اوس هم خلک ډیر زړه نازړه دي چې کورونه ته بیرته لاړ شي او که نه؟ ، دوی ویره لیري چې یو ځل بیا به سخته زلزله راشي او دیوالونه به په دوي را ونړیږي.هغه خلکو چې خپل خپلوان یې وژل شوي دی، ډیر خوا بدي دي».

د نیپال چوتاره ښار د اپریل د ٢٥ په زلزلې کې تر ټولو زیات ځپل شوی دی.په دغه سیمې کې زیاتره کورونه او ودانۍ نړیدلي دي. داسي رپورټونه هم راغلي چې په دغې ښار کې په سلگونو خلک روغتونونو ته رسول شویدي.

په یو تلویزوني رپورټ کې د نیپال د پارلیمان ودانۍ هم وښودل شوه چې زلزلې ولړزوله. د نیپال هوايي ډگر هم په موقتي ډول وتړل شو او په پایتخت کټمنډو کې برق هم قطعه شویدی.

د ورستۍ زلزلې ټکانونه په گاونډي هیواد هند او بنگله دیش کې هم احساس شول
د ورستۍ زلزلې ټکانونه په گاونډي هیواد هند او بنگله دیش کې هم احساس شول

د زلزلې مرکز د ماونټ ایورسټ د غره سره نژدې ښودل شوی چې دغه سیمه د نیپال د تبت د پولې سره نژدې پرته ده.

د تبت په پولې د ژانگمو په سیمه کې هم زلزله په شدت سره احساس شویده، او خلک د کورونو نه دباندي تښتې ته مجبور شوي دي.

د هند د جیالوژیکي مرکز مشر ایل ایس راټور واېي چې د سې شنبې د ورځې زلزله د اپریل د ٢٥ زلزلې نه زیاته ژوره وه. د ورستۍ زلزلې ټکانونه په گاونډي هیواد هند او بنگله دیش کې هم احساس شوي دي.

XS
SM
MD
LG