د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان کې ۱۴۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کروناویروس د ۱۴۶ تازه مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نورالله ترکي وویل چې د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو مجموعي شمېر ۴۲زره او ۶۰۹ ته پورته شوی دی.

د دغه وزات معلومات ښيي چې د کویډ۱۹ تر ټولو زیاتې تازه مثبتې پېښې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي.

همدا شان په تیره یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې څلور تنه د کروناویروس ناروغۍ له امله مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۵۸۱ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت ویلي چې په افغانستان کې د کروناویروس وبا د خورېدو له پیل څخه تراوسه ۳۴زره او ۹۶۷ تنه بېرته له دغې ناروغۍ ښه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې وبا بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د چهارشنبې تر ورځې نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) په نړۍ کې څه باندې ۵۱ میلیونه او ۴۸۰زره تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمیرې له یو میلیون او ۲۷۲زرو څخه زیات کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG