د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۱۶۶ تنه نور په کرونا اخته شوي، درې مړه شوي


 په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۴۶۳ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۴۶۳ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۶۶مثبتې پېښې ثبت شوي او درې کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه نومبر لسمه (لړم ۲۰) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۶۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۱۶۶یې مثبت وو.

ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۴۶۳ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د درې تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۷۷تنو ته ورسېد.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۴۹۵۴ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۵۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG