د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر نژدې ۱۴سوه ته ورسېد


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۸ تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اګست۲۵مه(وږې۴مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۶ مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۶ په کابل، ۷پکتیا، ۱ ننګرهار،۱ کندز او یوه هم په پنجشېر ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۰۷۰ ته پورته شوو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره شپه او ورځ کې په پنځو ولایتونو، کابل، هرات، بادغیس، دایکندي او کونړ کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي چې په وینا یې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۳۹۷ تنه ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په هرات ولایت کې له کرونا ویروس څخه ۸۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۸۴۴۰ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله نړۍ کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۸۱۳زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG