د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۳۸ زرو نه پورته شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه اګست ۲۳مه (وږې ۳مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۲۴۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۵ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۶ په کابل، ۲۲ په هرات، ۴ ننګرهار، ۴ غزني، ۱۸ دایکندي او یوه هم په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۸۰۵۴ تنو ته پورته شو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره شپه او ورځ کې په هرات ولایت کې دوه تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۸۹تنو ته ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په هرات ولایت کې له کرونا ویروس څخه ۱۴۹ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۸۳۶۰ تنو ته لوړ شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۳ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې۸۰۹زره تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG