د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۷۹۹۹ ته پورته شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۶ تنه په کروناویروس اخته شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اګست ۲۳مه (وږې۲مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۲۸۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱۵ په هرات، ۱۱ بلخ، ۲ بامیان، ۳ تخار، ۳ بادغیس، ۳ کندز، ۲ بدخشان، ۲ میدان وردګ او ۵ په فراه ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۹۹۹ ته پورته شو.

په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په دوو ولایتونو هرات او بلخ کې د کروناویروس له امله د دوو تنو د مړه کېدو خبر هم ورکړل شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۳۸۷ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه زیاته کړې چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۱ تنه نور بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۸۲۱۱ تنو ته لوړ شوو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۲۳ میلیون کسان په کرونا ویروسو اخته شوي او څه باندې ۸۰۴زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG