د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۲ سلنه کمې شوي


تېر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي
تېر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېره اونۍ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو فیصدي له ۱۸ سلنې څخه ۱۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور نن چهارشنبه سپټمبر ۲ (وږې ۱۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ۳۴مه اونۍ کې د کرونا ویروس د ۲۴۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې د کرونا ویروس فیصدي ۱۲ سلنه ښيي.

نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې د کرونا ویروس د کمو مثبتو پېښو ثبتېدو ته په کتو به روانه او راتلوونکې اونۍ مثبتې پېښې کموي.

هغه وویل چې افغانستان اوس مهال له کرونا ویروس څخه د تېرېدو له اړخه په ښه وضعیت کې دی، خو زیاته یې کړه چې د مثبتو پېښو په کمېدو سره لا دغه ویروس تر کنټرول لاندې نه دی راغلی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مثبتې پېښې

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند همدارنګه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د ۳۲۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۴۰ مثبت ثابت شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس د یادو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۳۸۲۴۳ ته ورسېدې.

ښاغلي سمسور وویل چې په تېره شپه او ورځ کې ۳ تنه له کرونا ویروس څخه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۰۹ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه ۶۱ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره هم د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۹۳۱۵ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله څه باندې ۲۵ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۸۵۰زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG