د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کروناویروس: تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور تنه مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وروستي معلومات ښيي چې په افغانستان کې په تیره یوه شپه او ورځ کې څلور تنه د کروناویروس له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي شمیرو په اساس له تازه مړو شویو ناروغانو سره په افغانستان کې د کروناویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۶۲ ته پورته شوی دی.

همداشان د روغتیا وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې کې د کرونا ویروس اوه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې اوه یې مثبت تشخیص شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۲۹۷ ته رسېدلې چې له دې شمېرې ۳۲۸۴۲ تنه بیرته جوړ شوي او کابو ۵۰۰۰ تر درملنې لاندې دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس د دویمې څپې د احتمالي راتلو خبرداری ورکړی او له خلکو څخه یې غوښتي چې د دغه ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره وړاندې شوې روغتیايي سپارښتنې رعایت کړي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د شنبې تر ورځې اکتوبر درېیمه (تلې ۱۲) په نړۍ کې څه باندې ۳۴ میلیونه او ۶۸۳زره کسان په کروناویروس اخته شوي، چې له دې شمېرې کابو یو میلیون او ۳۰زره ناروغن مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG