د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۷۱ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۸۷۰ ته پورته شو.
د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۸۷۰ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۷۱مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۵۶۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۷۱مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹۸۷۰ ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو تنو په مړه کېدو سره د کرونا ویروس له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۷۹ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې ۳۳۱۱۸ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او ډیر ژر په وبا واوښت او بیا ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۳۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یوملیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG