د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۲۱۱ تنه کرونا نیولي، ۱۵ تنه نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۸۸۸ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۸۸۸ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۱۱مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۵کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه ډسمبر ۲۱ (مرغومې لومړۍ) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۲۱۴مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۱۱يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۸۸۸ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله۱۵تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۸۹ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۵۴۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۹۷۰۱ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG