د لاس رسي وړ اتصالات

'کرونا ویروس؛د (PCR) ازموینې پرته مسافرین افغانستان ته سفر نشي کولای'


د ملکي هوايي چلند اداره زیاتوي چې سرغړوونکي شرکتونه به د حکومت له قانوني چلند سره مخامخ شي.
د ملکي هوايي چلند اداره زیاتوي چې سرغړوونکي شرکتونه به د حکومت له قانوني چلند سره مخامخ شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، هغه کسان چې غواړي افغانستان ته سفر وکړي باید د کرونا ویروس (PCR) معاینات له ځان سره ولري.

د ملکي هوايي چلند ادارې پرون پنجشنبه اپرېل ۲۹ (غويي ۹) په یوې اعلامیه کې ویلي هغه مسافرین یاد معاینات له ځان سره ونلري افغانستان ته سفر نشي کولای.

دغه ادارې ټولو هوايي شرکتونو ته لارښونه کړې چې د منفي پي سي ار نتیجې لرونکو مسافرینو پرته بل هیڅ مسافر افغانستان ته ونه لېږدوي.

"د دې لپاره چې د کرونا ویروس درېمه څپه نړۍ ګواښي، افغانستان هم په دې ډله کې دی نو د افغانستان د کابینې پرېکړې پر بنسټ ټول کورني او بهرني هوايي شرکتونه اړ دي چې د پي سي ار نه لرونکي هېڅ مسافر ته د راوستلو ایجازه ورنه کړي."

د ملکي هوايي چلند اداره زیاتوي چې سرغړوونکي شرکتونه به د حکومت له قانوني چلند سره مخامخ شي.

د کرنا ویروس پي سي ار ازموینه د انسان دماغ نه سمپل اخیستلو ته ویل کيږي. دغه کړنلاره په ټولې نړۍ کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ د څرګندولو لپاره تر ټولو چټکه او اسانه لاره بلل شوې ده.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د دریمې څپې خوېدو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا په تیرو څو اونیو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۷۰ سلنه زیاتې شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت روانه وویل چې د دغه ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره افغان وګړي باید هند ته له اړتیا پرته سفر نه ډډه وکړي.

له دې سربېره تېره ورځ د افغانستان او ایران تر منځ پوله هم د دریمې څپې د خورېدو د مخنیوي لپاره وتړل شوه.

اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر نیږدې ۶۰۰۰۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG