د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۳۱۵ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۲۷۱۸ ته ورسېد
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۲۷۱۸ ته ورسېد

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۳۱۵ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر میرویس علیزي نن سې شنبه مۍ ۱۱(غوايي ۲۱) خبریالانو ته وویل چې له دغه پېښو څخه ۷۹ یې یوازې په کابل کې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې درې تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي هم دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۲۷۱۸ او له یاد ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۷۱۳ ته پورته شوو.

تر دې مخکې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د دریمې څپې خپرېدو مخنیوي په هدف له خلکو څخه غوښتي و چې په اختر کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او پخپلو کورونو کې خوندي پاتې شي.

دغه وزارت همدارنګه ویلي که چیري خلک روغتیايي لارښوونې مراعت نه کړي په دغه هیواد کې به د کرونا ویروس دریمه څپه پراخه شي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې په چین پیدا شوو او تر هغه وروسته نوري نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰ میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG