د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ افغانستان کې د اکسېجن کمېدو په اړه د روغتیا وزارت خبرداری


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ډېرېدو سره شونې ده چې د اکسېجن کمښت په یوې لویې ستونزې بدل شي.

داکټر وحید مجروح پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې دغه وزارت دې ته اړ شو چې د سه شنبې په ورځ یو بل روغتون هم د کویډ-۱۹ ناروغانو ته ځانګړی کړي.

ښاغلي مجروح ویلي: "د اکسیجن کمښت ورو ورو په لویې ستونزې بدلیږي. که زموږ وطنوال مرسته ونکړي لرې به نوي چې د یو لوی ناورین سره مخ شو."

د عامې روغتیا وزارت ویاند عثمان طاهري بیا وايي چې دغه وزارت په هر ولایت کې د کوید-۱۹ ناروغانو لپاره یو روغتون ځانکړی دی.

طاهري وایي چې کابل کې د ناروغانو زیاتوالي له امله پنځه روغتونونه د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو درملنې ته ځانکړي شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت یو وار بیا له ټولو افغانانو غوښتي چې د دوه اونیو لپاره کور کې پاتې شي، ماسکونه وکاروي او د ګڼې ګوڼې ځایونو کې ګډون ونکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د سه شنبې تر ورځې (غبرګولي ۱۱) پورې د کرونا ویروس له امله ۳۰۰۷ کسان مړه شوي او ۷۴۰۲۶ کسان پرې اخته شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د ووهان ایالت په هوبي ښار کې پیدا شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون د ورستیو معلوماتو پر بنسټ‌ تر دا مهاله په ټولې نړۍ کې ۱۷۱ میلیونه او ۱۸۸ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې لږ تر لږه درې نیم میلونه کسان مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG