د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۸۰ تنه نور مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا ویروس له کبله په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ تنه نور هم مړه شوي دي.

له دې سره افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۷۳۰ تنو ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) وویل چې تېره ورځ د کرونا ویروس باندې د اخته ۵۰۰۰ کسانو باندې ټسټونه شوي چې ۱۵۳۱ یې مثبت وو.

اوس مهال په ټوله کې ۱۱۵۶۱۵ کسان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته دي.

د افغانستان حکومت وايي چې وروستیو ورځو کې په خوست، بامیان، پکتیا، جوزجان، تخار، فراه، بدخشان، دایکندي، کاپیسا، بلخ، سمنګان، ننګرهار، پروان، زابل، نیمروز، غور او غزني ولایتونو کې د کرونا مثتبې پېښې به ډېرېدو وې.

کرونا ویروس د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین له اوهان ښار نه ټولې نړۍ ته خپور شو.

د جانس هاپګینز پوهنتون د رسمي ارقامو پر بنسټ تر نن ورځې پورې په ټوله نړۍ کې له ۱۸۰ میلیونو نه ډېر کسان په کرونا اخته شوي چې درې میلیونه او ۹۱۸ زره تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG