د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې نژدې ۳۸زرو ته ورسېدې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۹تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اګست۲۲مه(وږې لومړۍ) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۳۲۸ مشکوکو سپملونو معاینات شوي چې ۵۹ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۲۴کابل، ۲۱ هرات، ۱۱بلخ، ۱ ننګرهار،۱کونړ او یوه په نورستان ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۹۵۳ تنو ته پورته شوو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی. او د وړمې ورځې د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په هیواد کې د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۸۵ تنه دی.

په افغانستان کې له کرونا ویروس څخه د بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۲۷۹۹۰ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جان هپګنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ تر دا مهاله نژدې ۲۳میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې۷۹۹زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG