د لاس رسي وړ اتصالات

د ناګورنا قره باغ جګړه ؛ ارمنستان د دفاع نوی وزیر وټاکه


د ارمنستان او آزربایجان په جګړې کې لس ګونه زره کسان بې کوره شوي.
د ارمنستان او آزربایجان په جګړې کې لس ګونه زره کسان بې کوره شوي.

ارمنستان نن د جمعې په ورځ د دفاع نوی وزیر وټاکه.د دفاع وزیر پداسې حال کې ټاکل کیږي چې دې هیواد څه د ناګورنو قره باغ په جنجالي سیمه کې د آزربایجان سره یوه اوونۍ جګړه وکړله او دا جګړه یې وبایلله.

د ارمنستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې د دفاع نوی وزیر واغارشاک هاروتونیان په دفاعي چارو کې د صدراعظم نیکول پاشنیان سلاکار هم دی او د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۰ کاله پورې یې د دفاع وزیر په توګه هم کار کړی.

د ناګورنو قره باغ په جنجالي سیمه د ارمنستان او آزربایجان په جګړې زرګونه خلک ووژل شول او لس ګونه زره نور بې کوره شول. دا جګړه د روسیې په منځګړتوب د سولې د تړون له لارې پای ته ورسیده.

ارمنیانو ومنله چې هغه جنجالي سیمې به آزربایجان ته سپاري چې د ۱۹۹۰ د لسیزې د جګړې راپدیخوا د ارمني بیلتون غوښتونکو په لاس کې وي.

د موافقې نه وروسته زرګونو کسانو په ارمنستان کې مظاهرې وکړلې او په حکومتونو ودانیو یې هجوم وروړ. مظاهره چیانو د هیواد صدراعظم ښاغلی پاشنیان ته د "خاین" خطاب کاوه او د صدراعظمۍ د مقام نه د استعفی ورکولو غوښتنه یې ترې کوله.

ښاغلي پاشنیان د همدې تیرې دوشنبې په ورځ د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړ خو د خپل مقام نه د استعفی ورکول یې رد کړل.

XS
SM
MD
LG