د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې د پولیو بله نوې پېښه ثبت شوې


د ارزګان روغتیايي چارواکي د د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیو د یوې بلې پېښې د ثبتېدو خبر ورکوي.

دا په تېرو څلورو ورځو کې په یاد ولایت کې د پوليو دوهمه مثبته پېښه ده چې رامنځته ته کېږي.

د دغه ولایت روغتیايي مسؤلین وايي، چې د پولیو یاده پېښه نن یکشنبه د «چنګاښ پر ۲مه» د ترینکوټ په مرکز مهراباد سیمه کې ثبت شوې ده.

په ارزګان ولایت کې د پوليو پرضد د مبارزې د کمپاینونو مسؤل ډاکټر سیف الدین امریکا غږ ته وويل چې ګوزڼ وهلی ماشوم ۲۱ میاشتنۍ انجلۍ ده، چې په ټول عمر کې هېڅ ډول واکسین نه دی ورکړل شوی.

هغه وويل:"د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي ماشومې انجلۍ هیڅ ډول واکسین ندی اخیستی او نه هم پدې سیمه کې د واکسین با کیفیته کمپاین عملي شوي موږ د دغي نوي پېښې په رامنځته کیدو سره اندېښنه لرو چې ممکن په سیمه کې د پوليو نوري پېښې هم رامنځته شي."

د ارزګان ولایت په یاده سیمه کې څلور ورځې مخکې هم د پولیو یوه بله پېښه ثبت شوې وه.

ډاکټر سیف الدین زیاته وي چې د تېر ماشوم کورنۍ او دغې تازه ګوزڼ وهلي ماشومي انجلۍ کورنۍ په یوه سیمه کې ژوند کوي او د دې ګواښ شته چې د سیمي نورو ماشومانو ته هم د ګوزڼ ناروغي خپره شي.

مهراباد سیمه د ترینکوټ ښار شمال ختیځه برخه ده چې د حکومتي قواوو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ د امنیتي کمربند ساحه بلل کیږي.

د ارزګان د عامي روغتیا ریاست مسؤلین وايي، چې د جګړو له کبله هم پدغه سیمه کې د واکسین کمپاینونه ندي عملي شوي.

له بلي خوا څخه د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت ریاست وايي، چې د ګوزڼ دغه نوې پېښه د ماشومانو د روغتیا لپاره د اندېښنې وړ پیغام لري.

د نوموړي ادارې مسؤل ډاکټر عبدالشکور نصرت امریکا غږ ته وويل چې د ځینو عواملو په وجه د واکسین د کمپاینونو نه عملي کیده دا ګواښ نور هم زیاته وي.

هغه وويل:"په ارزګان کې د دې نوې پېښې په رامنځته کیدو سره د جنوب په سطحه د پوليو د ټولو پېښو شمېر ۹ ته لوړ شو چې دا د ماشوم د روغتیا لپاره یو بد خبر دی."

تر دې وړاندې د ګوزڼ ۲ پېښې په کندهار، ۳ پېښې په هلمند او ۳ نوري هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوې وې چې د نوي پېښې په رامنځته کیدو سره په ارزګان ولایت کې د ګوزڼ د ټولو پېښو شمېر ۴ ته لوړ شو.

دغه راز د ګوزڼ بله پېښه په روان میلادي کال کې په کونړ ولایت کې ثبت شوې وه چې په افغانستان کې يې ټول شمېر ۱۰ ته ورسېد.

روغتیايي چارواکې وايي، چې لاهم په ارزګان ولایت کې د واکسین پر خدماتو په روغتیايي مرکزونو کې بندیز دی او د پولیو ضد کمپاینونو ته هم اجازه د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري نه ور کول کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG