د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې


نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۲۸مه» د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې ده.

د یاد ولایت روغتیايي مسؤلین وايي، ګوزڼ وهلی ماشوم هلک دی او دوه نیم کاله عمر لري.

د ارزګان ولایت د واکسین د کمپاینونو مسؤل ډاکټر سیف الدین نن «سې شنبه د غبرګولې پر ۲۸مه» امریکا ته وويل، چې د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ د یادې سیمې اوسیدونکې ده او بلې سیمې ته يې کوم سفر نه دی کړی.

هغه وويل:"ګوزڼ وهلی ماشوم هلک د ۳۰ میاشتو دی او ترینکوټ ښار د مهراباد د سیمې اوسیدونکی دی."

تېر میلادي کال د مهراباد د سیمې په ګډون د ارزګان په ګڼو سیمو کې واکسین د اوږدې مودې لپاره نه دی عملي شوی، خو سږکال هم په سیمه کې واکسین د څو کورونو پر سر د یوې مرکزي سیمې تر انتخاب وروسته ماشومانو ته واکسین رسیږي.

روغتیايي مسئولین وايي، چې په دغه ډول کمپاینونو کې د پوليو پرضد د واکسین کمپاینونو د کيفیت له پلوه ځيني نیمګړتیاوي لري او ډیری ماشومانو ته واکسین نه رسیږي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت رئیس ډاکټر عبدالشکور نصر امریکا غږ ته وويل چې په جنوبي حوزه کې د ګوزڼ د نوي پېښې رامنځته کېدل د اندېښنې وړ مسئله ده.

هغه وويل:"تر دغه نوي پېښې مخکې په جنوب کې د پوليو ۷ نوري پېښې هم موږ در لودې اوس دا نوې پېښه ور باندې زیاته شوه دا د ماشومانو د روغتیا لپاره یو لوی ګواښ دی."

تر دې مخکې په جنوب کې د پوليو ۲ پېښې په کندهار، ۳ په هلمند او ۲ هم په ارزګان ولایت کې ثبت شوي وې چې د نوي پېښې په رامنځته کېدو سره په ارزګان کې هم د پوليو د ټولو پېښو شمېر ۳ ته لوړ شو.

دغه راز د افغانستان په کچه سږکال د ماشومانو د ګوزڼ د ټولو پېښو شمېرنهو ته ورسېد چې ۸ يې په جنوب او یوه پېښه يې په ختیځ ولایت کونړ کې ثبت شوې ده.

دغه راز له تیرو ۳ میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو د ګواښونو او د عامې روغتیا وزارت د خپلې پریکړې‌ له‌مخې په جنوب کې د پوليو ضد واکسین کمپاین هم نه دی تر سره شوی.

روغتیايي مسئولین وايي، چې د راتلونکي جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه د واکسین د کمپاین پيل ته تیاری نیول شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG