د لاس رسي وړ اتصالات

غایطه مواد هم د رنځ دوا کېدی شي


په نیوزلنډ کې څېړونکو موندلي چې د ځینو انسانانو غایطه مواد ځینو نورو ته درمل کېدی شي
په نیوزلنډ کې څېړونکو موندلي چې د ځینو انسانانو غایطه مواد ځینو نورو ته درمل کېدی شي

ډاکټران وایي د هضمي جهاز په ناروغیو اخته کسانو ته د یو شمیر نورو کسانو د غایطه موادو انتقالول د هغوی د رنځ درملنه کولی شي.

د نوې څېړنو له مخې د ځینو انسانانو غایطه مواد کولی شي چې ځینې نور انسانان له ځوروونکو ناروغیو وژغوري.

ډاکټران وایي د یو شمیر انسانانو غایطه مواد ځینې داسې باکتریاوې لري چې د هضمي جهاز د ځینو ناروغیو په مخنیوي او درملنې کې اغیزناک تمامېدې شي، په ځانګړي ډول د مزمنې نس ناستې په درملنې کې هم رول لوبولی شي.

د نیوزیلاند د اوکلند پوهنتون څېړونکو موندلې چې د ځینو انسانانو غایطه مواد حیرانونکي وو او ضروري باکتریاوې یې لرلې چې په اسانۍ سره په ځینو ناروغیو د اخته کسانو د کولمو درملنه کولای شي.

څېړونکي وایي چې د "کلوستریدیوم دایفیسیل" په باکتریايي ناروغیو اخته ۹۰سلنه رنځورانو ته د ځینو نورو انسانانو د غایطه موادو انتقالول ګټور او شفابخښونکي و.

کلوستریدیوم دایفیسیل یو ډول ناروغي ده چې په کولمو کې یو ډول خاص مکروب زیاتوي چې د نس ناستې، د خیټې د درد، زړه د بدوالي، کانګې، بې اشتهايي او تبې لامل کیږي.

د دغو انسانانو غایطه مواد ځکه د نورو انسانانو کولمو ته انتقالیږي چې په کولمو کې دننه د موجودو باکتریاوو توازن برابر کړي او د رنځ زېږونکيو میکروبونو او باکتریاوو سره مبارزه وکړي.

د نیوزیلاند دغو څېړونکو هيله ښودلې ده چې د هغوی دا تحقیق او موندنه دې د "کلوستریدیوم دایفیسیل" په رنځ د اخته انسانانو د درملنې لپاره وکارول شي.

XS
SM
MD
LG