د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کرکټ نوی کپتان وايي د خپل ټیم 'تاریخ به بدل' کړي


د پاکستان د کرکټ ملي ټیم کپتان شان مسعود
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم کپتان شان مسعود

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم نوي ټاکل شوي کپتان شان مسعود ژمنه کړې چې ټیم به یې له استرالیا سره په راروانو ټیسټ لوبو کې "تاریخ جوړ کړي."

پاکستان له استرالیا سره د ټیسټ لوبه د وروستیو ۱۲ لړیو یوه لوبه هم نده ګټلې.

خو ۳۴ کلن شان مسعود چې د بابر اعظم پر ځای تازه کپتان شوی، په نړیوال جام کې له ماتیو وروسته، د پاکستان دپاره دا وخت یو فرصت بولي.

استرالیا ته د پاکستان د ټیم له سفر وړاندې، شان مسعود د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل: " په تاریخ کې، کله چې تاسو څه نه ترلاسه کوئ، نو دا ستاسو دپاره د بدلېدو یو فرصت وي... موږ به هڅه وکړو چې په نړیوالو ټیسټ اتلولیو کې د پاکستان لپاره مثبتې پایلې ترلاسه کړو."

پاکستان د سریلانکا څخه د دوو ټیسټ لوبو ګټلو سره، د ۲۰۲۳-۲۰۲۵ نړیوالو ټیسټ اتلولیو په سر کې دی. د نهو هېوادونو په دغه نوم لړ کې هند دوهم او استرالیا دریم ځای لري.

خو د ټیسټ لوبو د تیرو اتلولیو او تازه د ۵۰ اوریز نړیوال جام له ګټلو وروسته، استرالیا غوره ټیم بلل کیږي.

د پاکستان او استرالیا د ټیسټ سیریز لومړۍ لوبه د دسمبر په ۱۴ د استرالیا په پرت کې پیل کیږي. دوهمه لوبه د دسمبر په ۲۶-۳۰ په میلبورن کې او وروستۍ یې د جنوري په ۳-۷ په سیډني کې کیږي.

پاکستان له استرالیا سره د ټیسټ د تیرې لړۍ دواړه لوبې د یو اننګز په توپیر وبایللې. شان مسعود په دغه لوبو کې د پاکستان په ټیم کې شامل وو.

مسعود د هغه لوبو په اړه وویل: "موږ ته د ۴۰۰ منډو کولو او د ۲۰ ویکټو اخیستلو ضرورت وو. موږ دا په ۲۰۱۹ کې په خپل وروستي سفر کې ونکړای شول. نو اوس مو دا هدف دی."

مسعود ومنله چې استرالیا د اعتماد له مخې، لوړ مقام لري: "مثبته خبره به دا وي چې د ښه لوبې کولو دپاره پر ځان باور ولرو او زموږ ښه لوبه به استرالیا ته یو څه خنډ ایجاد کړي."

مسعود ټينګار وکړ چې ټیم یې د دې لړۍ لپاره ښه چمتووالى نيولى دى.

هغه وویل: "موږ هڅه وکړه چې په راولپنډۍ کې په خپل روزنیز کمپ کې د استرالیا په څېر شرایط برابر کړو، چې پچ یې د توپ وهونکو دپاره غوره دی."

هغه د خپل ټیم د توپ وهنې د روزونکي په توګه د انګلنډ د پخواني کپتان اډم هالیویک، د ټاکلو هرکلی هم وکړ. هالیویک دا مهال په استرالیا کې د روزونکي دنده لري.

شان مسعود وویل: "ټیمونه داسې خلک [د روزونکي په توګه] استخداموي چې محلي پوهه ولري، او هغه د استرالیا د شرایطو ماهر دی نو د هغه ګمارنه به زموږ سره مرسته وکړي چې ددې شرایطو سره ځان برابر کړو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG