د نیویارک د منهاټن د ښار یوې فیډرالي محکمې د یو پاکستاني کس د ٣٠ کلونو د بند سزا لغوه کړه. هغه ته دغه سزا په ٢٠٠٥ کال کې د القاعدی سره د اړیکو په تور ورکړل شوې وه.
محکمه وایي چې ځینې داسې شواهد ورته ورکړل شویدي چې په هغه لگول شوې تورونه ناسم ثابتوي.
دغه کس چې عزیر پراچه نومیږي، د ٢٠٠٥ کال د نومبر په میاشت کې د القاعدی د یو غړي امریکا ته د راوستلو په تور محاکمه شوی و.
اته دیرش کلن عزیر پراچه ته د ٣٠ کاله بند سزا ورکړل شوې وه. په هغه تور و چې د القاعدی د یو غړي ماجد خان لپاره یې اسناد جوړ کړې و چې امریکا ته راشي.
د محکمې قاضۍ سډني سټاین وایي چې د القاعدې د غړي خان، عمار البلوچي او د یولسم سپتمبر د یو پلان جوړونکي خالد شیخ محمد ترلاسه شوې نوي ځینې بیانونه دا ښیي چې عزیز پراچه پدی ناخبره و چې د القاعدی سره یې مرسته کوله.
د پراچه مدافع وکیل جوشوا ډریټل خبریالانو ته وویل چې هغه د پریکړې نه خوشحاله دي او دا په دی معنی ده چې که څوک شاهدینو ته لاسرسې ولري نو دا په دعوی مثبت اغیز کوي.