د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په جنګ کې بریالي دي خو په حکومتولۍ کې پاتې راغلي - څېړونکي


په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو ۱۸ میاشتې وروسته له دغې ډلې څخه د نړیوالې ټولنې له خوا د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنه پر ځای پاتې ده او پر دوی نیوکه کیږي چې په حکومتي څوکیو کې یې یوازې د خپلې ډلې خلک ګومارلي، کابینه یې سرپرسته ده او د حکومتولۍ بڼه یې لا څرګنده نه ده.

د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده، د جون په میاشت کې په کابل کې د علماو یوې غونډې ته په ډاګه کړه چې په حکومتي ادارو کې یې خپل کسان او علما ګمارلي دي.

هغه وویل: "امنیت راغی چې هغه مقصود د جهاد څخه و، ‌اسلامي نظام، په وظایفو کې، په رآسونو کې، په وزارتونو کې تر ډېره حده مجاهدین،‌ علما کرام، په ولایتونو کې مجاهدین علما کرام، د حکومت بدنه دا متدین خلک دي."

د طالبانو مشر په دې غونډه کې وویل چې دوی خپلواک دي او په خپله خوښه چلیږي.

اخندزاده زیاته کړه: "زه ستا د فرمایشاتو نه یم،‌ نه دې فرمایشات منم،‌ او نه یو قدم درسره مخ ته ځم. نه تعامل درسره کوم، نه پر دې شریعت معامله درسره کوم، ‌اوس راغلی. که د بمونو مور دې استعمال کړې که اټوم بمب ګرده [ټول] راباندې استعمال کړې."

د طالبانو د مشر په اړه څېړونکي وايي، چې عصري زده کړي او د معاصرې حکومتولۍ تجربه نه لري او د وینا او پرېکړو له مخې تندلاری بلل کیږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو په مشرتابه کې یو شمېر چارواکي د نوموړي د سخت دریځ ملاتړ کوي، خو ځینو لوړپوړو طالبانو د حکومتولۍ ددې طرز سره مخالفت ښودلی دی.

داخلي اختلافات

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوې تازه وینا کې چې ظاهرا اشاره یې خپل حکومت ته وه، د "قدرت په انحصار او د نظام په ننګولو" انتقاد وکړ.

نوموړي په خوست ولایت کې د وینا پر مهال پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل: " نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندي حاکم شوی چې د ټول نظام ننګول، هدف کول، بدنومي کول، منحصر کول مو په مزاج کې په یو ابتکار او اساس بدل شوی دی."

له دې وړاندې نور طالب مشرانو هم ورته انتقادونه کړي دي. له هغې جملې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له طالبانو او عامو افغانانو غوښتي وو چې د "حاکمانو هره خبره" په پټو سترګو ونه مني.

ستانکزي تېره میاشت د لوګر په ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو مشران "پیغمبران او صحابه" نه دي، بلکې د "شلمې او یوېشتمې پېړۍ خلک دي.. هر څوک که حاکمان دي، که والیان دي، که امنیه قومندانان دي، که وزیران دي، که رئیس جمهور دی که هر څوک دي... سهوې کوي، خطاوې کوي."

نوموړي‌ د کوم کس نوم وانخیست خو په غیر مستقیم ډول یې د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره وکړه او په طالبانو او عوامو یې غږ وکړ که رهبرۍ ته غلطه مشوره ورکول کېږي، "یو څوک یې غلط پوه کړي او ‌غلطي وکړي، دا د هر مسلمان او هر فرد حق دی چې خپلې رهبري ته ووايي چې دغه کار دی خلاف د شرعیت دی."

شنونکي وايي، دا څرګندونې د طالبانو د مختلفو خواوو ترمنځ د حکومتوالۍ د طرز او نورو مهمو مسایلو په اړه د دوی د نظرونو اختلاف په ډاګه کوي او سبب شوی چې طالبان د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سم د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راشي.

نړیوال مشروعیت

د طالبانو د واکمنۍ د ۱۸ میاشتو پوره کېدو وروسته، لا هم هیڅ‌ کوم هیواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

حقوقي شنونکی، عبدالسبحان مصباح، وايي د یو نظام مشروعیت د هغه نظام د وګړو په واسطه باندې ممکن کیږي.

هغه وویل: "طالبانو له یونیم کال راپدیخوا قدرت ترلاسه کړ، خو هغه حقوقي مشروعیت چې د خلکو د ارادې پر بنسټ باندې دوی ترلاسه کړي، په خواشینۍ سره چې ترلاسه یې نه کړ او هم ورته اراده شتون نه لري. نو په دې اساس شته نظام حقوقي مشروعیت نه لري. طبعاً نړیوال مشروعیت ته یې هم خنډ واقع شوی دی."

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، په افغانستان کې په تیرو ۱۷ میاشتو کې د طالبانو واکمنۍ دا ثابته کړه چې دا ډله په دغه هیواد کې د یوې موثرې حکومتدارۍ او د امنیت د ټینګولو توان نلري.

کراکر وویل: "هغوی[طالبان] د خلکو امنیت د ټینګیدو د تضمین توان نلري او نشي کولی په هیواد کې د بهرنیو سفارتونو امنیت وساتي. له همدې امله مونږ د سفارتونو د بندیدو شاهدان یو. دغه سفارتونه په دې صورت کې، چې مصونیت یې په خطر کې وي د طالبانو سره معامله نشي کولی... اوس نړۍ پوهیږي، چې دا ډله په دې هیواد کې د رهبرۍ او حاکمیت ظرفیت نلري."

د ښځو پر کار بندیز

د ښځو پر کار باندې د طالبانو محدودیت په تېرو ۱۸ میاشتو کې په حکومتي ادارو کې د میرمنو حضور پیکه کړی او یوازې په څو محدودو ادارو کې، لکه هوايي ډګر او روغتونونو کې، یو شمېر میرمنو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

د میرمنو د حقونو فعاله، شینکۍ کړوخېل، وايي د طالبانو د حکومتولۍ دا طریقه هغوی ورځ تر بلې د انزوا په لور بیایي.

مېرمن کړوخیل وویل همدا لامل شوی چې "په افغانستان باندې محدودیتونه وضع شي، همدارنګه ولس له خورا زیاتو ستونزو سره مخامخ شي، چې دا هم د دوی [طالبانو] حکومتولۍ ته تاوان دی، تحریک ته یې تاوان دی او همدارنګه افغانستان سخت زیانمن کیږي."

د مسکو د دولتي پوهنتون استاد، شیر حسن حسن، وايي طالبان په جنګي برخه کې بریالي وو، خو د حکومتولۍ په برخه کې ناکام دي.

هغه وویل: "دوی [طالبان] نظامي میدان وګټو، ‌خو په ملکي ساحه کې د خدماتو په وړاندې کولو کې چې ولس ضرورت ورته لري، د عامې روغتیا ډګر دی، د فقر د مخنیوي ډګر دی، ‌د کار د ایجادولو ډګر دی،‌ په سیاسي ډګر کې د یو قانون د جوړولو ډګر دی یا د خلکو د رضایت لپاره حد اقل د خلکو رایه اخیستل دي،‌ د نظام په شکل باندې د درې ګونو قواوو تشکیل دی، او دا هغه څه دي چې طالبان پکې ناکام دي."

XS
SM
MD
LG