د لاس رسي وړ اتصالات

بي خوبي د الزایمر د ناروغۍ د زیاتیدو سبب کیږي، څیړنه


د یوې څیړنې نتیجې چې د "نیورولوژي" په ژورنال کې خپرې شوي ښیي چې لږ خوب کول د الزایمر د ناروغۍ سره اړیکه لري.

دغه څیړنه ښیي چې حتی یوه شپه بې خوبي هم کولای شي د الزایمر ناروغۍ نښې نښانې زیاتې کړي.

سویډني څیړونکو په نوې څیړنه کې یو ډله روغ نارینه یوه شپه له خوب نه محروم کړل او متوجه شول چې د "تائو" په نامه پروټینو کچه ددغو کسانو په وینه کې د هغه وخت په پرتله زیاته وه چې دوی پوره خوب کړی و.

څیړونکو ومندله چې د "تائو" پروټین کچه د هغو ناروغانو په ماغزو کې چې په الزایمر اخته دي هم ډیره ده؛ خو د "امیلوئید بیتا" (یو ډول پروتینونه چې په الزایمر ناروغۍ کې رول لري) زیاتیدل په هغو کسانو کې نه دي لیدل شوي چې کم خوب یې کړی و.

د "تائو" پروتین د عصبي سیستم په فعالو نیورونونو کې موندل کیږي او معمولا په چټکۍ له ماغزو پاکیږي، خو په الزایمر باندې په اخته ناروغانو کې دغه پروتینونو د یو بل سره نښلي او داسې غوټې ایجادوي چې په ماغزو کې پاته کیږي.

د الزایمر د متخصصینو د انجمن د علمي او تحقیقاتي پروگرام مدیر کیټ فارگو، وایي د "تائو" او "امیلوئید بیتا" پروتینونه هره ورځ د انسان په ماغزو کې تولیدیږي، خو د ماغزو یو کار ددغو پروتینونو نابودول او له منځه وړل دي.

متخصصین پدې باور دي چې بې خوبي ښایي د ماغزو نه ددغو پروتینونو د پاکولو په بڼې باندې اثر وکړي.

XS
SM
MD
LG