د لاس رسي وړ اتصالات

ایا ریښتیا هم د خوب پر مهال وزن بایلو؟


چاغښت په نړۍ کې یوه پراخه ستونزه شوې ده او روغتیایي متخصصین یې دې ته اړ کړي چې د بدن د وزن د کمولو لپاره گټورې او عملي لارې چارې ولټوي.

نن سبا د وزن بایللو لپاره بیلابیلې لارې چارې په گوته شوي چې یو شمیر یې د خوب پر مهال د انسان د وزن د کمیدو ژمنه کوي. خو د خوب پر مهال د انسان د وزن کمیدل طبعي خبره ده او که د وزن د بایللو لپاره د کوم ځانگړي رژیم پایله کیدای شي.

د اوبو وزن

د هر انسان وزن په سهار کې د خوب نه د پاڅیدو پر مهال د ورځې د وروستیو شیبو په پرتله کم وي.

نوې څیړنې ښيي چې په سهار کې د انسان د وزن کموالی تر ډیره په بدن کې د اوبو د کمیدو نتیجه ده، خو دا پدې معنی ندي چې بدن د خوب پر مهال انرژي نه مصرفوي.

د خوب پرمهال بدن د نورو مهمو غړیو د فعالیت لپاره انرژي او د سونگ مواد برابروي چې له کبله یې د بدن اوبه د تنفس او خولو له لارې کمیږي.

موندنو ښودلي چې د بدن ۸۰ سلنې څخه ډیر وزن د خوب پر مهال ددغو مایعاتو د ضایع کیدو له کبله کمیږي.

د خوب اندازه او کیفیت

سره له دې چې تر اوسه پورې د وزن کمولو ډیرې لارې چارې یواځې په غذایي رژیمونو او فزیکي فعالیتونو باندې څرخیږي، نویو څیړنو ښودلې چې د خوب څرنګوالی او اندازه د وزن په کنټرولو کې لوی رول لوبوي.

د ۶۷ څخه تر ۹۹ کلنو کسانو باندې د یوې څیړنې پایلې ښیي هغوی چې په ۲۴ ساعتونو کې ۵ او یا له ۵ ساعتونو کم خوب کاوه د چاغښت استعداد یې زیات و او برعکس هغه کسان چجې هره شپه اوه یا اته ساعته بیدیدل د بدن وزن یې سالم و.

یوې بلې څیړنې بیا دا ثابته کړې چې لږ خوب د لوږې د حس د تنظیموونکو هورمونونو،اشتها او په بدن کې د انرژۍ انډول گډوډوي او د چاغښت سبب کیږي.

ددې سربیره، ډیری کم خوبه کسان داسې خوراکونه خوښوي چې یا خو ډیر خواږه وي او یا هم مالګین او تروه وي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د بدن د وزن د کمولو په رژیم کې باید د خوب اندازې او څرنګوالي ته لومړیتوب ورکړل شي. متخصصین د بیدیدو او د خوب نه د راجگیدو لپاره پر مشخص وخت باندې د یو اساسي رکن په توگه ټینگار کوي.

XS
SM
MD
LG