د لاس رسي وړ اتصالات

پنس: امریکايي رایه ورکوونکي نوی مشرتابه غواړي  


مایک پنس
مایک پنس

د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوریت غوښتونکو د غیر منتظره ماتې څخه وروسته د مخکني ولسمشر مرستیال مایک پنس وايي چې په ټاکنو کې رایه ورکوونکي امریکایان د نوي مشرتابه او رهبرۍ «په لټه» دي.

د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) اسوشیتدپرس له ښاغلي پنس سره مرکه کړې ده. هغه د دې پوښتنې ځواب ورنکړ چې ایا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ کاندېدل مناسب دي‌ یا نه. خو ویې ویل: «فکر کوم په ۲۰۲۴ کې به غوره انتخابونه ولرو.»

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په ورځ رسمآ خپل ځان د جمهوری ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندید کړ.

ښاغلي پنس په ښکاره ونه ویل چې ټاکنو ته به درېږي ‌که نه خو په ضمني‌ ډول یې ځان د جمهوریت غوښتونکو لپاره یو بالقوه کاندید یاد کړ. هغه وویل چې له خپلې کورنۍ سره به د خپل کاندید کېدو په اړه خبرې کوي.

مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ هیله لرله چې په منځمهالو ټاکنو کې هغه کاندیدان، چې ده یې ملا تړلې وه، بریالي شي‌ او په دې ډول دا بری په را روانو ټاکنو کې د خپلې لاس ته راوړنې په توګه یاد کړي.

خو اوس ځینې جمهوریت غوښتونکي د سنا په ټاکنو کې د خپل ګوند د ماتې پړه په ښاغلي ټرمپ‌ اچوي، دموکراتانو په سنا کې خپل اکثریت وساته خو جمهوریت غوښتونکو د استازو په خونه کې اکثریت وګاټه.

مایک پنس په تېرې دورې کې څلور کاله د ښاغلي ټرمپ مرستیال و. اسوشیتدپرس لیکلي دي، که ښاغلی پنس په ټاکنو کې کاندید شو، له ښاغلي ټرمپ سره به رقابت کوي. په ښاغلي پنس دا انتقاد دی چې په خپلې دورې کې یې د ټرمپ‌ ملاتړ کاوه او د کانګرس په ودانۍ باندې د ټرمپ د پلویانو د برید تر وخت پورې یې په هغه انتقاد ونکړ.

نوموړي بیا هم له ښاغلي ټرمپ انتقاد ونکړ خو ویې ویل که دی په خپله ولسمشر وای، دا ډول جمهوري ریاست به یې نه کاوه. هغه زیاته کړه: «دا د هغه [ټرمپ] د جمهوري ریاست دوران و او زه ورسره وم چې ترې دفاع او ورسره مرسته وکړم او د ۲۰۲۱ د جنورۍ تر برخلیک ټاکونکې ورځې پورې مې دا کار کاوه.»

له هغه وپوښتل شول چې ښاغلي‌ ټرمپ باید د خپلو اقداماتو له کبله له څه ډول عواقبو سره مخامخ شي، مایک پنس وویل: «دا په امریکایانو پورې تړلې ده.»

XS
SM
MD
LG