د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پولې خبریالانو سازمان: طالبانو ۱۰ ورځو کې نهه خبریالان نیولي


د بې پولو خبریالانو سازمان د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمری ۲۵) وویل چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې نهه خبریالان نیولي او بنديان کړي دي.

دغه سازمان له طالبانو څخه غوښتي دي چې نیول شوي خبریالان له قید او شرط پرته پرېږدي.

د سازمان په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې طالبانو په غزني، پکتیا، ننګرهار، قندهار او کنړ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د باختر اژانس خبریال سید وحیدالله ابدالي، د اریانا نیوز کارکوونکی حبیب سراب، د سلام وطندار راډیو خبریال حسیب حسام، په ننګرهار کې د کلید راډیو مدیر فقیر محمد فقیرزی، د کلید راډیو خبریال جان اقا صالح، د طلوع نیوز خبریال عطاءالله عمر، ازاد خبریال وحیدالرحمن افغانمل او سیمه ایز خبریال او د خبریالانو د ملي اتحادیې غړی شمس عمري نیولي دي.

سازمان وايي چې دا مهال ۱۲ خبریالان د طالبانو په بند کې دي او د نیولو لپاره یې کوم دلیل نه دی ښودل شوی دی. طالبانو لا د دغو نیول شویو خبریالانو په اړه څه نه دي ویلي خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د عطا الله عمر، وحیدالرحمان عمري او شمس الله عمري نیول کېدل تائید کړي دي.

نوموړي د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې ویلي دي چې دغه ژورنالسان د خبریالۍ اړوندو مسائلو له کبله نیول شوي نه دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي دي چې د دغو خبریالانو نیول د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف دي چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کوي. تر دې مخکې دې سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت خراب شوی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان څو ورځې مخکې د طالبانو د واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو وروسته وویل چې په تېرو دوو کالونو کې شاوخوا ۸۰۰۰ افغان خبریالانو هېواد پرېښی دی.

دغه سازمان ویلي دي: «د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې وروسته څه باندې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو په افغانستان کې دندې له لاسه ورکړې دي.»

دا سازمان د افغانستان د ازادو خبریالانو د معلوماتو په اساس ویلي دي چې د ۱۵۰ تلویزونونو له ډلې یوازې ۷۰ شبکې فعالې دي. د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان د «شریعت تر نامه لاندې» تر سیستماتیک عدلي تعقیب لاندې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG