د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان ښځینه مرستندویانو په کار د بندیز په اړه د بشري حقونو د څار اندېښنه


د افغان ښځینه مرستندویانو د کار د بندیز په اړه د بشري حقونو د څار ډلې اندېښنه
د افغان ښځینه مرستندویانو د کار د بندیز په اړه د بشري حقونو د څار ډلې اندېښنه

د بشري حقونو د څار ډلې هیومن رایټس واچ ویلي چې د ښځینه مرسته رسونکو په کار کولو د طالبانو د حکومت له خوا د لګول شویو بندیزونو له امله افغانستان کې د مرستې رسونې چارې نورې هم ستونزمنې شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې "هیومن رایټس واچ" د پنجشنبې په ورځ نومبر څلورمه (لړم ۱۳) په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د خیریه موسسو د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو باندې د طالبانو د حکومت له خوا د لګیدلو بندیزونو د اغیزو په هکله ویلي، چې د دغو بندیزونو له امله مرستې ته اړو خلکو په ځانګړي ډول ښځو، نجونو او د کورنیو سرپرستو ښځو ته د مرستې رسونې چارې د ډیرو سترو ګواښونو سره مخ شوي دي.

"هیومن رایټس واچ" په دغه راپور کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" یو جدول ته اشاره کړې او ویلي، دي، چې د اکتوبر تر ۲۸ یوازې په دریو ولایتونو کې ښځینه مرسته رسونکو کارکوونکو ته پرته د کوم شرط څخه د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

د بشري حقونو د څار دغه ټولنه وايي، په نیمايي افغانستان کې د مرستې رسونې د ښځینه کارکونکو د کار او فعالیت لپاره د هغوی سره د کار ځای ته د کورنۍ د نارینه غړو د ملتیا په ګډون یو لړ شرطونه ایښودل شوي، چې له امله یې د ښځینه کارکوونکو کار د سختو ستونزو سره مخ کړی او حتی، چې ناممکن کړی یې دی.

د مرستې رسونې یو شمیر کار کوونکې هم وايي، چې دوی د کار په برخه کې د ډیرو ستونزو سره مخ دي. د لیلي په نوم د یوې مرستندویه موسسې یوې کارکوونکې امریکا غږ ته وویل، چې په ځینو ولایتونو کې ښځینه کارکوونکو ته ویل شوي، چې کار ته د محرم سره لاړې شي.

هغه وایي، "دغه کارکوونکي، چې هم ښځینه دي او هم نارینه دي مخکې دوی په ولایتونو کې هیوادوالو سره مرستې کولې خو اوس د ښځینه کارکوونکو پرمخ یو لوی خنډ جوړ شوی چې ساحو ته باید د محرم سره لاړې شي او دا په داسې حال کې ده، چې نارینه محرم هم خپل کارونه لري او دا د ښځینه کارکوونکو لپاره یوه لویه ستونزه ده".

"هیومن رایټس واچ" وايي، په بادغیس ولایت کې د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکو ته اصلآ اجازه نه ورکول کیږي. په بامیان او دایکنډي ولایتونو کې یوازې د سروې اخیستلو پر مهال د کار اجازه ورکول کیږي.

په ۱۶ ولایتونو کې د طالبانو چارواکو ویلي، چې د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکي یوازې د محرم په ملتیا د کار کولو اجازه لرلی شي. د دغه راپور له مخې د طالبانو اسلامي امارت چارواکو په ۱۱ ولایتونو کې د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکو ته یوازې د عامې روغتیا او پوهنې په سکټورونو کې د کار اجازه ورکړې خو په نورو بشري پروګرامونو کې د هغوی په برخې اخیستنې باندې بندیز لګولی دی. د دغه راپور په اساس د پنځه ولایتونو پرته طالبانو د مرستې رسونې د ښځینه کارکوونکو د کار په اړه په شفاهي ډول نوي مقررات وضع کړي دي.

د ولسي جرګې پخوانې غړې فرزانه کوچۍ وايي، چې طالبانو اسلامي امارت چارواکو د ښځو د حقونو په اړه ډیرې څرګندونې کړي، خو په عمل کې څه نه دي شوي.

میرمن کوچۍ وايي: "طالب مشران یو څه وايي، چې مونږ دا کوو چا سره کار نلرو غرض نلرو ، مګر هغه څه چې مونږ او تاسو یې په عمل کې ونیو ډیر متفاوت دي ... هیڅوک مصون نه دي... هر طالب هرڅه کولی شي په هرځای کې او په هرچا ".

د اګسټ په پنځلسمه کله، چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم په حکومتي ادارو او نورو ادارو کې د ښځو په کار باندې بندیز ولګول شو.

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو ددې ډلې ویاند او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د دې اونۍ په منځ کې کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ښځو د کار او تعلیم لپاره د کړنلارې د جوړولو په برخه کې اویا فیصده پرمختګ شوی دی.

ښاغلي مجاهد وویل " افغان ښځو لپاره د تعلیم زمینه مساعدول افغان ښځو لپاره د کار زمینه مساعدول دا نړیوال مسایل نه دي دا د افغانستان مسله ده او مونږ د دې په حل کې اخته یو دا اوس په ډیرو ګڼو ولایتونو کې مونږ ښوونځیو ته تګ لرو تر دولسم ټولګي پورې خصوصي پوهنتونونو ته هم نجونې ځي او هم هلکان ځي تر اویا فیصدو پورې دا مسله حل شوې ده ورو ورو روان یو دا ستونزه به حل شي".

د "هیومن رایټس واچ" د ښځو د چارو مشره میرمن هیدربار، وایي ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکول د مرستې د رسونې د ادارو مسله نه ده، بلکې هغوی ته د کار اجازه مرستې ته اړو خلکو ته د مرستې د برابرولو لپاره یوه اړتیا ده. دا ټولنه وایي، په افغانستان کې اوږدې شل کلنې جګړې په لسګونو زره ښځې کونډې کړي، چې ډیرو ته د ماشومانو روزنه او پالنه هم ورتر غاړې ده.

XS
SM
MD
LG