د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: دوحه کې د ایران په اټومي مذاکراتو کې پرمختګ ونشو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې ناوخته جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) وویل د امریکا او ایران ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو په هدف غیر مستقیمې خبرې، له پرمختګ پرته پای ته ورسیدې.

د قطر په پلازمینه دوحه کې ددغو خبرو هدف د تهران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو لپاره د اورپايي ټولنې په منځګړیتوب د اوږدو خبرو یوه بله هڅه وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د چهار شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته په یو ایمیل کې وویل چې" په دوحه کې غیر مستقیمې خبري پای ته ورسیدې. په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې څخه د هغوی د هڅه له امله مننه کوو، خو موږ ناهیلې یو چې ایران یو ځل بیا ونه توانید د اروپايي ټولنې نوښت ته مثبت ځواب ووایي او له همدې امله پرمختګ ونشو."

د دغو خبرو لپاره چې د امریکایي پلاوي مشري خاص استازي رابرټ مالي کوله، له وړاندې کوم زماني مهال ویش نه وو ټاکل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د غیر مستقیمو خبرو له پای ته رسیدو وروسته وویل واشنګټن په متقابل او بشپړ شکل د قرار تطبیق لپاره په عاجله توګه د یو قرار داد ترلاسه کیدو ته چمتوالی ښودلی وو. خو ایران یو ځل بیا د اټومي‌ قرار داد پورې غیر مرتبط موضوعات مطرح کړل چې ظاهرا د توافق د احیا کیدو یا پای ته رسیدو په برخه کې بنیادي پرکړې ته چمتو نه وو.

له دې وړاندې د اروپايي ټولنې همغږي‌ کوونکي انریکې مورا ویلي وو چې د بحث اړخونو په دوحه کې "دوه ورځې په سختو نږدې" خبرو کې ګډون وکړ چې تر اوسه هغه پرمختګ ترلاسه شوی ندی چې اروپايي ټیم یې هڅه کوي.

سرې کرښې

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي وو چې ایران په دوحه کې د یو قرار داد نهایي کیدو ته جدي دی خو هغوی به د ایران له سرو کرښو څخه تیر نشي.

د ایران دولتي رسنۍ ارنا د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزیر په حواله وویل:" که امریکایي لوری جدي هدف ولري او واقعبین ووسي، په دې پړاو او د خبرو په دې دور کې یوه هوکړه موجوده ده."

ایران له دې مخکې د اټومي قرار داد پورې د ټولو اړوندو بندیزونو لیرې کیدل، د هغوی د لیرې کیدو د تائید لپاره د یو میکانیزم جوړیدل او ددې اطمینان رامنځ ‌ته کول چې امریکا یوځل بیا له قرار داد څخه نه وځي، د خپلو سرو کرښو په توګه بیان کړي وې.

د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي توافق د احیا کیدو لپاره نړیوال مذاکرات د ۲۰۲۱ میلادي کال په اپریل میاشت کې د اتریش په پلازمینه ویانا کې پیل شول خو په مارچ میاشت کې ودریدل.

XS
SM
MD
LG