د لاس رسي وړ اتصالات

کوچیان وايي افغان حکومت هیر کړي دي


د کوچیانو استازو د خوست په ولایت کې په یوې غونډې کې پر حکومت کلکې نیوکې وکړې
د کوچیانو استازو د خوست په ولایت کې په یوې غونډې کې پر حکومت کلکې نیوکې وکړې

د افغانستان د سویل ختيځو ولايتونو کوچيانو پر افغان دولت له دې کبله انتقاد کړی دی، چې دوی يې هېر او د ژوند له ډېرو اسانتياوو یې محروم ساتلي دي.

د روغتيايي مرکزونو لرل، ښوونځي، د مالدارۍ د رشد لپاره د امکاناتو برابرول، د ځوانانو لپاره يې کاري فرصتونه او ځينې نور هغه د کوچيانو له عمده او اساسي غوښتنو څخه بلل کېږي.

په لوګر، پکتيا او خوست ولايتونو کې د کوچيانو د پرتو قومونو مشران پر افغان دولت له دې کبله انتقاد لري، چې کوچيان يې هېر کړي او په لوی لاس يې له هر ډول اسانتياوو بې برخې ساتلې دي.

دوی په خوست کې په يوه غونډه کې راټول شوي او د کوچيانو د مرکزي رياست له مسوولينو سره په دې وغږېدل، چې څنګه کولای شي، ستونزې حل او له لازمو اسانتياوو برخمن شي.

کوچی مومن خان وايي ” زما عمر ۴۰ کالو ته ورسده، زه تراوسه د حکومت په همکارۍ نه يم پوهېدلی. که حکومت راسره همکاري نه کوي، نو بيا زه کله له حکومت سره همکاري کوم. که حکومت له موږ سره همکاري وکړو، موږ په ټولو کارونو کې له حکومت سره همکاري کولای شو‟.

د شمېرو له مخې شاوخوا دېرش زره کوچي کورنۍ يواځې په خوست کې مېشتې دي. له کله راهيسې، چې پاکستان پر ډيورنډ کرښه تګ راتګ سخت کړی، کوچيان هم د مالدارۍ ساتلو برخه کې له مشکلاتو سره مخ شوي دي.

هغه وايي ”پاکستان پر کوچيانو د مالدارۍ لاره بنده کړې ده. د ۱۵ زره مېږه په ۳ زره خرڅوي. موږ په ننني پروګرام کې وايو، چې مالدارۍ ته څنګه رشد ورکړو، خو هلته پاکستان لاره بنده کړې ده. چراګاه نشته. خلک يې غره ته نه پرېږدي‟.

په کابل کې د کوچيانو د مرکزي رياست رئيس دلاور فيضان وايي، چې د افغانستان د هر زون په کچه د کوچيانو ستونزې څېړي او د حل لپاره يې د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره شريکوي.

کوچیان وايي د ژوند له مهمو اساساتو بې برخې دي
کوچیان وايي د ژوند له مهمو اساساتو بې برخې دي

فيضان زياتوي، پر ځينو هغو لارو چارو هم غور کوي، چې د کوچيانو مالداري وده ومومي او له دې لارې د لاسته راتلونکو توليداتو په نتيجه کې کوچيان له اقتصادي اړخه پرځان بسيا شي.

فيضان وويل ” که دولت زموږ له نظرياتو ملاتړ ولري، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان په اقتصاد کې د کوچيانو له مالدارۍ څخه درې ميليارده ډالر اضافه کېږي. کوچيانو خو د چا د اوږو بار نه دي، کوچيان کولای شي، په اقتصادي او امنيتي لحاظ د افغانستان بڼې ته بدلون ورکړي‟.

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي د کوچيانو مشرانو ته په غونډه کې له هغوی وغوښتل، چې له افغان دولت سره د امنيت په تامين کې د همکارۍ ترڅنګ پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي.

نوموړي وويل”بې تعليمه کس د ټولنې د اوږو بار دی، بناءً نه غواړو چې نور د ټولنې د اوږو بار واوسېږو. ددغه مسووليت ترسره کولو په خاطر بايد ګډې هلې ځلې وکړو‟.

حبيبي زياته کړه: ”زه ځان ژمن ګڼم او دا مې مسووليت دی، چې د معارف، صحت، زراعت، د کليو پراختيا او همداسې د نورو سکتوري موضوعاتو په برخو کې ستاسې حقونو ته درناوی وشي او رسيده ګي وشي‟.

سربېره پر دې چې کوچيان د ژوند له ډېرو اهمو اسانتياوو څخه بې برخې دي، ۹۰ ماشومان يې له دې کبله له ليک لوست محروم پاتې شوي، چې خپلو مېنو ته نږدې ښوونځي نه لري.

XS
SM
MD
LG