د لاس رسي وړ اتصالات

حافظ عبدالقیوم: نورستان ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی


د نورستان ښکلي او په زړه پورې ځنګلونه
د نورستان ښکلي او په زړه پورې ځنګلونه

په داسې حال کې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابو یوه اوونۍ وړاندې د هیواد څلور سیمې د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه اعلان کړې، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي ددې ولایت دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي.

ښاغلي عبدالقیوم له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل په تیرو دوو کلونو کې نورستان ته د خلکو راتګ زیات شوی دی.

د هغه په وینا د نورستان په مرکز، مرکز ته غځیدلې لار او شاوخوا سیمې بشپړ ډول خوندي دي او خلک کولای شي د نورستان له ښکلاګانو خوند واخلي.

په دغو ښکلو سیمو کې د ولسمشر له خوا د ملي پارک په توګه اعلان شوي د نورستان ولایت ځنګلونه، د غزني د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه ، د کندز د امام صاحب ولسوالي او د تخار درقد ولسوالۍ شامل دي.

د امریکاغږ سره د ښاغلي عبدالقیوم مرکه دلته کتلای شئ:

د نورستان له والې سره د امریکا غږ مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00

ټاکل شوېده د چاپیریال ساتنې ملي اداره په راتلونکو پنځو کلونو کې په دغه سیمو کې د طبیعي ښکلاګانو د ساتلو اواو ددغو ښکلاوو لا انکشاف لپاره دیرش میلیونه ډالر لګوي.

XS
SM
MD
LG